ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ لاره خلاصه شوه

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ لاره خلاصه شوه

author avatar
14 Aug 2016 - 11:47
د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ لاره خلاصه شوه
author avatar
14 Aug 2016 - 11:47

کابل ښار(پژواک، ۲۴ زمری ۹۵): ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې تېره ورځ يې د پکتیا ولایت جاني خېلو ولسوالۍ ته غځېدلې لاره پرانېستې او امنیت يې خوندي کړی دی.

د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې  چې نن (د زمري۲۴مه) پژواک خبري اژانس ته استول شوې، راغلي چې تېره ورځ لوی درستیز، ستر جنرال ارکانحرب قدم شاه شهیم د ۲۰۳ تندر قول اردو له قوماندان او مل پلاوي سره د څمکني او جاني خېل ولسوالۍ نه لیدنه وکړه او په سوېل ختیځ زون کې يې د پوځي ق‌طعاتو له چمتو والي ډاډ تر لاسه کړ.

د ولسواليو چارواکو له پلاوي سره په لیدنه کې د امنيت خوندي کولو په موخه د چاڼیزو عملیاتو د ترسره کولو ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د جاني خېلو ولسوالۍ د امنيتي او دفاعي ځواکونو مړي او ټپیان د هوايي ځواک د الوتکو له لارې مرکز ته لېږدول شوي دي.

دفاع وزارت ويلي چې ځايي مشرانو او عالمانو د ولسوالۍ چارواکو او امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ به اړه د پوځ لوی درستیز ته ډاډ ورکړی دی.

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ له څه مودې راهیسې د وسله والو مخالفینو تر کلابندۍ لاندې وه، خو امنیتي ځواکونو تېره ورځ خبر ورکړ چې د لسګونو وسله والو مخالفینو په وژلو سره یې ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له کلابندۍ خلاصه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.