ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار زندان ٨٤ بندیان اته کاله بې برخلیکه پاتې وو

د کندهار زندان ٨٤ بندیان اته کاله بې برخلیکه پاتې وو

author avatar
14 Aug 2016 - 10:10
د کندهار زندان ٨٤ بندیان اته کاله بې برخلیکه پاتې وو
author avatar
14 Aug 2016 - 10:10

کندهار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): د کندهار د استيناف محکمې مسوولين وايي، د دغه ولايت زندان په کې ٨٤ بنديان چې پر ځینو جرمونو تورن وو، له شاوخوا اتو کلونو راهيسې بې برخلیکه پاتې وو.

د چارواکو په وينا، اوس يې د دغو بنديانو د دوسيو د څېړلو چارې پيل کړې او هڅه کوي له قانون سره سم عدالت ورسره وشي.

د کندهار د استيناف محکمې قاضي قضاوتمند فضل الهادي فاضل چې اته مياشتې وړاندې پر دغه دنده ټاکل شوى، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د کندهار په زندان کې ٨٤ تنه بنديان له ١٣٨٧ لمريز کال راهيسې بې برخليکه پراته وو.

هغه زياته کړه، د دغو بنديانو په اړه يې هغه مهال معلومات ترلاسه کړل چې د بنديانو د حالت د څېړلو په موخه يې يو کمېسيون وټاکه چې هره مېاشت به د کندهار له عمومي زندان څخه ليدنه کوي.

دى وايي، د دغه ٨٤ بنديانو له ډلې ډېرى يې سرتېري او نظاميان دي چې د قتل په ګډون پر بېلابېلو جرمونو تورن بلل شوي دي.

هغه دا هم وويل چې په دې توګه له هغوى سره ظلم شوى چې دوى دغه موضوع څېړي.

د ده په خبره، د دغو بنديانو دوسيې په اړوندو څارنواليو کې پرتې وي او د پرېکړې لپاره محکمو ته نه وې لېږل شوي.

نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه بنديان ولې دومره اوږده موده بې برخليکه ساتل شوي وو، وويل: ((زه هغه مهال دلته نه وم، زما په نظر کېداى شي اړوندې څارنوالۍ په دې برخه کې خپله دنده په سمه توګه نه وي تر سره کړې.))

خو دى وايي چې دغه موضوع يې په مرکز کې له سترې محکمې سره شريکې کړې او هغوى د دغې موضوع د څېړلو لپاره يو پلاوى کندهار ته رالېږلى دى.

فاضل وويل، اوسمهال د دغو بې برخليکه بنديانو د دوسيو د څېړلو چارې پيل شوې، د هغوى دوسيې له څارنواليو محکمو ته را استول شوي چې يو په بل پسې به يې د برخليک په اړه له قانون سره سم پرېکړې وشي.

د استيناف محکې دغه قاضي په اړوندو ادارو کې د اصلاحاتو په اړه وويل، د دې تر څنګ چې د بنديانو د ستونزو د اورېدلو په موخه يې د ملي امنيت، ښاري او استيناف محکمو د قاضيانو، د استيناف څارنوالۍ او قومندانۍ د استازو په ګډون يې يو کمېسيون ټاکلى او هره مياشت له زندان څخه ليدنې کوي، د دوسيو د څېړلو لړۍ يې هم چټکه کړې ده.

هغه زياته کړه، په اوونۍ کې يو ځل د ټولو ادارو له رييسانو سره ناستې لري، ځکه دغه کارکوونکي ډېر مهال په حقوقي او جزايي مسايلو کې ستونزې لري، چې دوى يې په ګډه څېړي او حل لارې ورته مومي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.