ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ډاکټر عبدالله خپل نوی دریځ اعلانوي”

“ډاکټر عبدالله خپل نوی دریځ اعلانوي”

author avatar
14 Aug 2016 - 16:39
“ډاکټر عبدالله خپل نوی دریځ اعلانوي”
author avatar
14 Aug 2016 - 16:39

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): د ارګ او اجرائيوي رياست تر منځ اړيکې نورې هم ترينګلې شوې  او اټکل کېږي چې ډاکټر عبدالله د يوې غونډې په ترڅ کې خپل نوى دريځ اعلان کړي.

دا اړيکې درې ورځې مخکې هغه مهال ترينګلې شوې چې اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د يوې غونـډې په ترڅ کې پر ولسمشر نيوکه وکړه چې ورته د ليدنې لپاره وخت نه ورکوي.

دغه راز هغه د ولسمشر له خوا پر يو شمېر ګومارنو نيوکې وکړې او ويل يې چې ورسره مشوره نه ده شوې.

د اجرائيوي رييس تر نيوکو وروسته له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د عبدالله څرګندونې غير مسوولانه او د حکومتدارۍ له اصولو خلاف وبلل شوې.

خو د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عبدالله د خپګان اصلي لامل د بلخ له ولايت څخه د عطاء محمد احتمالي لرې کول او  د پخواني ولسمشر استاد رباني د زوم احمد مشاهد له دندې ګوښه کول دي.

احمد مشاهد له شاوخوا ١٤ کلونو  راهيسې د اداري اصلاحاتو رييس و، خو تېره اونۍ د ولسمشر له خوا سلاکار وټاکل شو او نادر نادري د یادې اداري نوی رییس شو.

ياده سرچينه وايي چې د  ډاکټر عبدالله د اختلافاتو بل لامل په لويه څارنوالۍ کې په پراخه کچه بدلونونه په ګوته شوي دي.

د ارګ او اجرائيه رياست تر منځ اړيکې نن يو ځل بيا هغه مهال نورې هم خرابې شوې چې ولسمشر اشرف غني د ځوانانو د پارلمان پرانيستې مراسمو کې په غير مستقيمه توګه پر عبدالله عبدالله نيوکې وکړې.

ولسمشر پر ملي يووالي ټينګار وکړ، خو په ډاګه يې کړه چې په افغانستان کې خپلسري نه چلېږي او  د ((ميم زر ما ټوله زما)) وخت اوس تېر شوى دى.

سرچينه وايي چې د ولسمشر پر نننيو څرګندونو هم ډاکټر عبدالله سخت غوسه شوى دى.

بلخوا اجرائيوي رياست ته يوې نږدې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ډاکټر عبدالله له پرون راهيسې د خپلې ډلې له مشرانو سره مشورې او ناستې کړې او نن سهار يې د حراست او ثبات شورا له مشر استاد سياف سره هم په پغمان کې ليدلي دي.

سرچينه زياتوي، اټکل کېږي چې اجرائيوي رييس به  د يوې لويې پنځه سوه کسيزې غونډې په ترڅ کې خپل نوى دريځ  اعلان کړي او پرېکړه ليک به د رسنيو په واک کې ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.