کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٥): ملي دفاع وزارت وايي چې کابل ښار کې د دې وزارت پېژنتون ته څېرمه په شخصي کرولا موټر کې د مقناطيسي ماين چاودنې يو ملکي وګړى او يو بريدمل ټپيان کړي دي
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريدجنرال محمد رادمنش پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار نږدې نهه بجې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند په ياده سيمه کې وشوه.
هغه وويل چې ياد شوى بريدمل په سيمه کې تېرېده چې چاودنه وشوه او ټپي شو، خو تر اوسه ده ته نه ده څرګنده چې بل ټپي شوى کس چې ملکي وګړى دى، په موټر کې ټپي شوى او که هغه هم پر لاره تېرېده.
دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
طالبانو ويلي چې ياد موټر د ملي دفاع وزارت اړوند دى او په چاودنه کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن