ننګرهار کې یو کس پر اعدام محکوم شو

جلال اباد (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٥): په ننګرهار ولايت کې نن د يوې محکمې له خوا يو تن د انسان تښتوونې په قضيه کې په اعدام محکوم شو.

د ننګرهار ولايت مقام له خوا د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اعدام دغه پرېکړه د ننګرهار لومړنۍ ښاري محکمې د کورني او بهرني امنيت دېوان له لوري د علني غونډې په ترڅ کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې، د لومړنۍ ښاري محکمې د کورني او بهرني امنيت دېوان له لوري علني غونډه د يادې محکمې رييس قضاوتمند مفتي محمد وزير په مشرۍ او قضاوتيار فضل الحق او قضاوتمند مجيب الرحمن په غړيتوب ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پيل کې د موظف څارنوال له لوري د تورن پر وړاندې برابره شوې صورت دعوه ولوستل شوه او ورپسې د تورن مدافع وکيل د خپل موکل دفاع وکړه.

سرچينه کاږي، دغه راز په علني غونډه کې د قضيې زيانمنو شوو ته هم وخت ورکړل شو چې د علني غونډې په ترڅ کې يو تن د انسان تښتونې په قضيه کې د انسان تښتونې او قاچاق د مبارزې پر وړاندې چې پر قتل منجر و، د نهمې مادې پر بنسټ او د جزا قانون  د ۳۹۵ مادې په نظر کې نيولو سره د طرفينو په شتون کې د اعدام پر سزا محکوم شو.

د علني غونډې قضايي پلاوي وويل، د تورن پر وړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده، کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې د تښتونې پېښې زياتې شوې دي. 

نظر ورکړئ