د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنګلباغ : د وسله والو مخالفينو يو مهم کس قاري ذبيح الله ووژل شو

جنګلباغ : د وسله والو مخالفينو يو مهم کس قاري ذبيح الله ووژل شو

Aug 17, 2016 - 18:48

کندوز ښار (پژواک،٢٧ زمرى ٩٥): د کندوز ولايت امنيتي چارواکو په دې ولايت کې  د وسله والو مخالفينو يو مهم کس قاري ذبيح الله او د هغه د يو شمېر کسانو د وژلوخبر ورکړ.

د کندوز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د هېواد ملي پوليسو د کندوز ولايت  خان اباد او  چهاردرې ولسوالى اړوند سيمو کې د وسله والو مخالفينو بريدونه دفع کړل.

نوموړي زياته کړه  چې په دې نښته کې د وسله والو مخالفينو يو مشهور کس قاري ذبيح الله په ګډون ١٩ وسله وال مخالفين ووژل شول.

د کندوز امنيه قوماندان وويل چې ياد وژل شوي کسان د کندوز خان اباد ولسوالۍ اړوند سيمو  نښتو، ورانکارو او تروريستي کړنو  په ځانګړې توګه  پر امنيتي پوستو بريدونو کې  مهم نقش درلود.

نوموړي زياته کړه چې له دې کسانو څخه يوه اندازه وسلې هم تر لاسه شوې دي،  نښته کې ملي پوليسو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د هغه په وينا، د هېواد امنيتي ځواکونو  په وروستيو عملياتو کې  تر اوسه څو مهم کسان چې نومول شوي ولسوالان او قوماندانان په کې شامل وو، له منځه تللي دي.

وسله والو مخالفينو هم رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې ويلي چې له نن سهار څخه د کندوز ولايت مرکز خان اباد او چهاردرې ولسواليو  کې تعرضي بريدونه تر سره کړي چې امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده او د تخار – خان اباد مواصلاتي لار يې تړلې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement