د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جوزجان کې د نجونو د څلورو لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

په جوزجان کې د نجونو د څلورو لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

Aug 17, 2016 - 15:51

شبرغان (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٥): د لومړي ځل لپاره په جوزجان ولايت کې د نجونو د څلورو ورزشي ډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو جشن د هرکلي په موخه په شبرغان ښار کې پيل شوې چې  شاوخوا پنځوسو نجونو په کې ګډون کړى دى.

د جوزجان ولايت د سپورت او بدني روزنې رياست يوه چارواکي مشعل هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې سيالۍ له جوړېدو يې موخه د ښځينه ورزشکارانو د ظرفيت لوړول دي.

هغه په ډاګه کړه چې د مېرنو د فوټبال ډلې تېر کال د ٢٤ کسانو په کميت سره خپل فعاليت د بدني روزنې او سپورت رياست کې پيل کړ چې اوسمهال يې شمېره ١٢٠ کسانو ته رسېږي.

د هاشمي په خبره د جوزجان ولايت مربوطاتو په ځانګړي ډول شبرغان ښار مربوطاتو کې د ښځينه ورزشکارانو  ورزش مخ پر وده روان دى او ورو- ورو د فوټبال ورزش ته مخه کوي.

هغه زياته کړه چې سره له دې چې امنيتي ستونزو د ورزش په برخه کې د ښځو فعاليت محدود کړى، خو بيا هم ورزشي مصرفيتونو ته د نجونو ورتګ د پام وړ دى.

هاشمي زياته کړه چې د مېرمنو ورزشي ټولنې اوسمهال خپل فعاليت زيات کړى او ګڼې نجونې يې د واليبال، باسکټبال ، غېږې او پپنګ پانګ په برخه کې ورزش ته جذب کړې دي.

د جوزجان ولايت د فوټبال منتخبې ډلې غړې رويا ملکيار وويل چې ورزش په افغانستان کې يواځې د هلکانو د فعاليت په چوکاټ کې پرمختګ کړى: ((موږ غواړو چې دا سنت مات کړو، په همدې سبب مو د فوټبال ورزش ته مخه کړې ده.))

نوموړي چې د ورزش په پيل کې له يو څه ستونزو سره مخ شوې او يو شمېر خلکو راته ويل چې د نجونو يې له ورزش سره څه، خو ورو- ورو مو دوام ورکړ او وروسته مو يو څه نورې نجونې هم دې ډګر ته راوستې.

دغه ورزشکار د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې نن ورځ ګڼې نجونې د فوټبال په ورزش بوختې دي.

رويا وويل چې د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخيستلو د نمانځنې په درشل کې  د دې سيالۍ په ترسره کېدو  غواړي چې په ټولنه کې د ازادۍ اصل تمثيل کړي، خلکو ته د سولې او دوستۍ پيغام وړاندې کړي.

د فوټبال يوې بلې لوبغاړې کرشمې(فرحت فرهادي)  هم پژواک ته وويل چې ننۍ سيالي د لنکن روزنيز مرکز، د ښځو کمېټې او د بدني روزنې او سپورت رياست ادارو له لوري پيل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((غوښتل مو چې د دې اوسنۍ سيالۍ په تر سره کولو سره خپل ورزشي ظرفيت  وازمايو او ثاب يې کړو.))

دې ورزشکارې نجلۍ وويل چې ورزش د يوې ټولنې د ټولنيز ژوند لپاره ډېر اړين دى او د انسان په روغتيا او سلامتۍ کې هم کليدي رول لري.

نوموړي څرګنده کړه چې ورزش تل د خلکو لپاره وياړ راوړى او دوى هم غواړي چې له دې لارې خپل هېواد ته وياړ ور په برخه کړي.

په ورته وخت کې د لنکن خپرنيز مرکز مشر جاوېد نوري وويل چې د دې سيالۍ له ترسره کولو نه يې موخه دا ده چې مېرمن د ورزش برخې ته وهڅوي.

هغه زياته کړه چې سوله او ورزش دوه اصله دي چې يو له بل سره ګډ تړاو لري، په ټولنه کې سوله له ورزش پرته نه راځي او کله چې ورزش وي نو په ټولنه کې سوله حاکميت لري.

د دې ورزشي سياليو په پاى کې د مېرمنو د طلوع ډله توانېده چې د فوټبال سيالۍ د درې نورو ډلو په ماتولو سره د اتلولۍ کپ تر لاسه کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan