ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني  د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته د سترجنرالۍ رتبې ورکړې

ولسمشر غني د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته د سترجنرالۍ رتبې ورکړې

author avatar
18 Aug 2016 - 16:20
ولسمشر غني  د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته د سترجنرالۍ رتبې ورکړې
author avatar
18 Aug 2016 - 16:20

کابل(پژواک، ۲۸ زمری ۹۵): ولسمشر د يو فرمان په ترڅ د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ۹۷ کاليزې په وياړ د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته د ستر جنرالۍ رتبې ورکړې.

د ولسمشر په هغه فرمان کې چې نن د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ۹۷ کاليزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ولوستل شو ياد ترفيعات منظور شوي.

په فرمان کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ۶۰ تنو لوړپوړو چارواکو ته  ترفيعات منظور شوي چې د ملي دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي او ډګر جنرال تاج محمد جاهد ته د ستر جنرالۍ رتبې منظورې شوې دي.

د دې تر څنګ، د دفاعي او امنيتي ځواکونو منسوبينو ته ۴۵۰ ستاينليکونه او مډالونه هم منظور  شوي دي.

په فرمان کې د وژل شويو امنيتي سرتېرو کورنيو ته د مخکنيو مرستو د ورکړې تر څنګ د مرستو ځينې نورې بستې هم منظوري شوي، چې په راتلونکي لوی اختر کې به  ورکړل شي.

ولسمشر په دې غونډه کې د امنيتي ځواکونو د قربانيو مننه وکړه او ويې ويل چې په ملي ځواکونو کې هېڅ سياست ځاى نه لري بې له ملي سياست څخه، د امنيتي ځواکونو هر افسر، جنرال او سرباز د افغانانو د عزت او ابرو استازيتوب کوي او ټول ملت يې تر شا ولاړ دى .

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو د وړاندوينې خلاف دا وښوده چې دوى ژمنه ، مديريت او اراده لري چې له همدې امله په وارسا کنفرانس ورسره نوې ژمنې وشوې، خو اوس هم خطر شته او اړتيا ده چې خطر ته په کتو يو ښکاره  نظر رامنځته شي.

په نننۍ غونډه کې د وسله والو پوځ لوی درستير سترجنرال قدم شاه شهيم هم د امنيتي ځواکونو د کړنو او سرښندنو ستاينه وکړه او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه د خلکو په ملاتړ هوډ لري چې هېواد د ترهګرو او د هغو د ملاتړو په ګورستان بدل کړي.

هغه زياته کړه:"موږ د خپلو هېوادوالو پر وړاندې ژمنه کوو چې د خپلو مشرانو په څېر به د خپل هېواد له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه کوو او د خپلو خلکو لپاره به د هوسا ژوند لارې چارې برابرې کړو. "

دی زياتوي چې اوس دفاعي ځواکونه ډېر پياوړي شوي او هر د ډول ګواښ پر وړاندې کولی شي مقابله وکړي.

هغه وويل:"په پوره ډاډ تاسو ته وايم چې تر دې وروسته به افغانستان د ترهګرو د امن پر پټنځای بدل نه شي او نړيوال  ترهګر به د دې توان پيدا نه کړي چې افغانستان د خپل ځان لپاره د امن ځای وګرځوي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.