ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: د رتبو په ورکولو او مقرريو کې درغلۍ کېږي

امرخېل: د رتبو په ورکولو او مقرريو کې درغلۍ کېږي

author avatar
19 Aug 2016 - 16:54
امرخېل: د رتبو په ورکولو او مقرريو کې درغلۍ کېږي
author avatar
19 Aug 2016 - 16:54

 

غزني(پژواک، ۲۹ زمری ۹۵): د غزني امنيه قوماندان ادعا کوي چې د کورنيو چارو وزارت کې مقرري او ترفيع د سياسي او تنظيمي اړيکو او يا پيسو له لارې شونې ده او په دې برخه کې عدالت په پام کې نه نيول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ۹۷ مې کاليزې په وياړ د ولسمشر د  فرمان   له مخې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته د ستر جنرالۍ رتبې، د امنيتي او دفاعي ځواکونو ۶۰ نورو چارواکو ته هم ترفيعات او د دې ځواکونو ۴۵۰ منسوبينو ته ستاينليکونه او مډالونه  ورکړل شول.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل نن له خبريالانو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي امنيت شورا او د کورنيو چارو وزارت د هېواد امنيتي ادارې سياسي کړي دي.

ده د چا د نوم له اخيستو پرته وويل، داسې کسان شته  په يوکال کې يې د جنرالۍ دوې رتبې اخيستي دې، خو داسې کسان هم شته چې تېر ۱۵ کاله يې د دولت له وسله والو مخالفينو سره په سنګر کې تېر کړي او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې هم لري، خو په دې موده کې يې هېڅ رتبه نه ده تر لاسه کړې.  

امرخېل پرته له دې چې د ثبوت لپاره کوم سند وړاندې کړي، وايې:" مقرري او ترفېع د سياسې او تنظيمي روابطو او يا هم د پيسو په زور اخيستل کېږي، نه د لياقت له مخې، زه د کورنيوچارو وزارت او امنيت شورا پر دې بې عدالتۍ افسوس کوم."

د ده د ادعا له مخې،که څوک د کوم ګوند ملاتړ ولري او يا هم پيسې ورکړي، نو په يو کال کې به ستر جنرال شي، خو پر ته له دې به ټول عمر په ټيټه رتبه کې تيروي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې اړه بايد د کورنيو چارو وزارت سره خبرې وشي، ځکه چې د لوړ پوړيو چارواکيو مقررۍ او ترفېع د وزارت په وړانديز  او د ولسمشر په منظورۍ تر سره کېږي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفترونو سره خبرې وکړو، خو له بيا، بيا هڅو سره سره اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.