ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: په  بغلان کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

والي: په بغلان کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Aug 2016 - 10:52
والي: په  بغلان کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Aug 2016 - 10:52

پلخمري (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٥): د بغلان والي وايي، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ټاکل شوې چې  نن په دې ولايت کې د مخالفينو پر ضد پراخ عمليات پيل شي.

د بغلان والي عبدالستار بارز نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې وسله والو مخالفينو تېره پنجشنبې له غرمې وروسته پر بغلان مرکزي ولسوالۍ پراخ عمليات پيل کړل.

د هغه په وينا، د طالبانو بريد د دولتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شو او د تېرې شپې تر ١١ بجو هلته نښتو دوام درلود.

د ده د څرګندونو له مخې، په دې نښتو کې د قاري اسلام ازبک، قاري محمد نعيم او قاري احسان په نومونو د د طالبانو  د قوماندانانو په ګډون  ٣٠ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣٩ نور ټپيان دي.

والي د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د وسله والو مخالفينو يو شمېر مړي د جګړې پر ډګر پاتې دي.

ده په دې نښتو کې دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې دا مهال په ياده ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

د بغلان مرکزي د زاړه ښار اوسېدونکى معلم روح الله وايي چې طالبانو نږدې دې سيمې ته ځانونه رسولي وو او د دې ولسوالۍ ځينې نورې سيمې يې هم نيولي وې، خو تېره شپه هلته سخته جګړه وشوه او اوس په يادو ځينو سيمو کې دولتي ځواکونه دي.

خو ده وويل چې اوس ( سهار مهال ) هم په ځينو سيمو کې خال خال ډزې اورېدل کېږي.

د هغه په وينا، د سيمې خلک د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، ځکه د جګړې له وېرې له خپلو کورونو نه شو وتلاى.

خو د ده په وينا، طالبانو تېره شپه خلک اړ کړي وو، چې د هغوى شاوخوا ١٥ ټپيان  او ځينې وسايل ورسره له سيمې ولېږدوي.

وسله والو طالبانو  په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د تېرې شپې د نښتو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ يې ويلي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې يې تر ١٢ ډېر امنيتي  پوستې نيولي، ډېرو دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې او يوه اندازه وسلې او ټانکونه يې هم  تر لاسه کړي دي.

خو د بغلان والي دغه څرګندونې ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.