ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: په نښتو کې ۲۷ طالبان او درې پولیس وژل شوي

امرخېل: په نښتو کې ۲۷ طالبان او درې پولیس وژل شوي

author avatar
20 Aug 2016 - 14:49
امرخېل: په نښتو کې ۲۷ طالبان او درې پولیس وژل شوي
author avatar
20 Aug 2016 - 14:49

غزني ښار (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې ٢٧ وسله وال طالبان او درې پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د زمري په٣٠مه خبريالانو ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه په اندړو، قره باغ، ګيلان، اب بند او ناوې ولسواليو کې هوايي او ځمکني بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ٢٧ طالبان وژل شوي، ٢٧ نور ټپيان دي او يو کس هم ژوندى نيول شوى دى.

د امرخېل د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې يو شمېر وزيرستاني وسله وال هم شامل دي.

هغه وايي چې د دغو جګړو پر مهال درې پوليس هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د اندړو ولسوالۍ د پایندي سیمې يوه اوسېدونکي حمیدالله پژواک ته وويل چې په سیمه کې یې تېره ورځ ناوخته د طالبانو او پولیسو تر منځ سخته جګړه وشوه.

هغه وايي چې په سیمه کې یې څو ورځې طالبان وو خو اوس پولیس او پاڅون کوونکي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د تېرې ورځې په جګړه کې دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه يواځې په ناوې ولسوالۍ کې دوه طالبان وژل شوي دي.

خو هغه وايي چې طالبانو تېره شپه په اندړو ولسوالۍ بريد کړى چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.