کابل ښار (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): د کندوز ځايي چارواکي وايي چې د خان اباد ولسوالۍ له درنو نښتو وروسته نن سهار د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلې ده.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو له څو ورځو راهيسې پر خان اباد ولسوالۍ سخت بريدونه وکړل چې په پايله کې يې نن سهار دغه ولسوالۍ ونيوله.
هغه زياته کړه: ((اوسمهال د ولسوالۍ ودانۍ او بازار د دولت د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلي او امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ په درې کيلومترۍ کې دي.))
د کندوز د خان اباد ولسوال وايي چې څو ځلې يې د دې ولسوالۍ د سقوط د ګواښ په اړه ځايي چارواکي خبر کړي، خو په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ د خان اباد ولسوالۍ د سقوط په اړه بې خبري وښوده او وويل: ((د ولسوالۍ ځينې برخې مو له لاسه وتلې، خو دا چې وسله والو مخالفينو دې ټوله ولسوالي نيولې وي، په دې اړه کره معلومات نه لرم.))
خو هغه وايي چې په خان اباد کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن