ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند- کندهار لویې لارې بندښت خلک له ستونزو سره مخ کړي

د هلمند- کندهار لویې لارې بندښت خلک له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
20 Aug 2016 - 17:16
د هلمند- کندهار لویې لارې بندښت خلک له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
20 Aug 2016 - 17:16

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ زمری ۹۵): په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ستونزو له امله د هلمند- کندهار لويه لار له دوو اونيو راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو د يوه ټولي قوماندان محمد رضا د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د هلمند- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې او له يوې اونې راهيسې يې دوى د خلاصولو هلې ځلې روانې کړې دي.

ده وويل: ((تر اوسه مو لسګونه ماينونه شنډ کړي او سړک ته نږدې مخالفين مو له سيمې شړلي دي.))

هغه وايي چې د دې لارې په اوږدو کې طالبانو ډېر زيات ماينونه خښ کړي او خلک پرې تګ راتګ نه شي کولاى.

په همدې سيمه کې د عبدالقيوم په نوم يوه سرتېري پژواک ته وويل چې نوره سيمه دوى پاکه کړې خو يواځې درې کيلومتره لار کې اوس هم ګواښونه شته دي.

دغه راز د سيدمحمد په نوم يو عام وګړي پژواک ته وويل: ((دغه لاره ټوله بنده ده خلک مجبور دي چې د کلي په منځ کې د طالبانو په منځ را تېر شي.))

هغه وايي چې د عامو خلکو تر څنګ د دې لارې په اوږدو کې کروندګر هم نه شي کولاى پر خپل وخت خپل د هندواڼو او خټکيو حاصلات لښکرګاه ښار ته ورسوي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند والي حيات الله حيات هم پژواک ته وويل چې د هلمند- کندهار لويه لاره د امنيتي ستونزو له امله تړل شوې ده.

ده وويل: ((په دې لاره نور امنيتي مشکلات نشته خو يواځې طالبانو د لارې په اوږدو کې ماينونه خښ کړي دي.))

حيات وايي چې د يادې لارې ډېره برخه پاکه شوې يواځې په دوه کيلومتره کې اوس هم ستونزې شته دي.

هغه وويل چې د لارې په اوږدو کې په وزير، مانده او ځينو نورو کليو کې طالبانو د خلکو په منځ کې ځاى نيولى دى او له هغه ځايه د ماينونو د شنډولو پر پرسونل ډزې کوي او نه يې پريږدې چې په چټکې سره دغه سړک له ماينونو پاک کړي.

خو ده وويل چې په دې سيمه کې يې د ځواکونو شمېر ډېر کړى او ډېر ژر به دغه لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.