محمودراقي (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په کاپيسا ولايت کې د ښوونځي يو زده کوونکى د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د دويم کوهستان ولسوالۍ د توخک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې سيمې د ښوونځي د يوولسم ټولګي يو زده کوونکى تېره اونۍ نادرکه شوى و، خو نن يې په تګاب ولسوالۍ کې جسد موندل شوى دى.
د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو دغه زده کوونکی د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
قادري وايي: ((دغه زده کوونکى ماښام مهال د ملا خليل له سيمې څخه نادرکه شوى و او جسد يې د تګاب ولسوالۍ د اخند زاده خېلو په سيمه کې په داسې حال کې موندل شوی چې وسله والو پر ډزو سره وژلى دى.))
هغه زياتوي چې وسله والو د هغه پر سينه يو ليک اېښى و او په کې يې تور پورې کړى و چې حکومت ته يې جاسوسي کوله.
ده وويل چې وژل شوى زده کوونکى ٢٠ کاله عمر درلود مړی یې د سيمې د علماوو او سپين ږيرو په مرسته کلينيک ته ولېږدول شو او بيا وروسته يې کورنۍ ته وسپارل شو.
د تګاب د شينکي د سيمې اوسېدونکي تاج محمد پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د جاسوسۍ او شخصي بديو له امله د خلکو وژنې زياتې شوې دي.
وسله والو طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن