کندوز (پژواک ٣٠ زمرى ٩٥): د کندوز والي وايي چې په دې ولايت کې له پرون راهيسې عملياتو کې ٧٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ٥٧ نور ټپيان دي.
نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ٣٠مه، په خبري کنفرانس کې وکړې.
والي اسدالله عمرخېل وويل، ياده مرګ ژوبله له پرون راهيسې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې چې د کندوز ښار په الچين او خان اباد ولسوالۍ کې يې ترسره کړي، رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، دغه راز يې دوه هاموې ټانکونه چې د طالبانو په لاس کې وو، تخريب کړي دي.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې څلور امنيتي ځواکونه وژل شوي او لس نور ژوبل دي.
والي وايي، په خان اباد ولسوالۍ کې يې خلکو ته د تلفاتو د نه اوښتو له کبله تکتيکي شاتګ کړى و، خو اوسمهال پلان لري چې ډېر ژر عمليات پيل کړي او له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.
نوموړي د کندوز ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې تر سبا پورې به پرې شوې برېښنا بېرته ونښلوي او هم به خلکو ته د ضرورت وړ اوبه ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز خان اباد ولسوالۍ کې نن سهار سقوط وکړ. د دې ولسوالۍ ولسوال حيات الله اميري وايي، مخالفينو له څو ورځو راهيسې پر ولسوالۍ سخت بريدونه وکړل چې په پايله کې يې نن سهار دا ولسوالۍ د مخالفينو لاسته ورغله.
د کندوز د ولايتي شورا غړو بيا ادعا کړې ده چې د دې ولايت له اتيا سلنې زياته خاوره د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده او حکومت د دې سيمې د بېرته نيولو لپاره غښتلې اراده نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن