ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په کابل کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
20 Aug 2016 - 09:55
په کابل کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
20 Aug 2016 - 09:55

کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): د کابل پوليس وايي چې د کابل ښار کلا زمان خان سيمه کې د ملي اردو پر يوه رينجر موټر د ماين چاودنې د ملي اردو يو سرتېرى وژلى او يو بل ټپي شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال همايون عيني له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دې پېښې پخلى وکړ او ويې ويل چې چاودنه نن سهار اته بجې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې  شوې ده.

د هغه په خبره، دغه چاودنه د ملي اردو پر يوه رينجر موټر د ځاى پر ځاى شوي مقناطيسي ماين له امله وه او چا ته په کې زيان نه دى رسېدلى.

خو د کلا زمانخان اوسېدونکى او عيني شاهد حميدالله وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى هم ژوبل شوى دى.

تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.