کابل (پژواک ٣٠ زمرى ٩٥): کابينه کې د ټاکنو قانون په طرحې بحث شوى او پرېکړه شوې، چې دغه قانون دې بياځلي وکتل شي او اصلاح شوې طرحه دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کابینې غونډه جوړه شوه.
سرچينه کاږي، له اجنډا سره سم، د جمهور رئیس دویم مرستیال او د ټاکنو قانون د ارزونې کمېټې رئیس محمد سرور دانش د ټاکنو قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
سرچينه زياتوي، مسلکي کمېټې چې قاضي القضات، د عدلیې وزیر او د دغه وزارت تقنیني غړي، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون رئیس، لوی څارنوال، د جمهوري ریاست د عدلي او قضايي بورډ رئیس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې رئیس، د دولت چارو د انسجام مرستیال او په دغه ریاست کې د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو رئیس او د کابینې صاحب نظر غړي په کې شامل دي، د افغانستان د اساسي قانون او بین المللي معیارونو او تجربو په رڼا کې چې د پخواني قانون له پلي کېدو څخه یې ترلاسه کړي دي، د یاد قانون هر اړخیز ډول وارزاوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا قانون په (۱۶) فصلونو او (۱۰۹) مادو کې د جمهوري ریاست، ملي شورا، ولایتي، ولسوالیو او کلیوالو شوراګانو، ښاروالیو او د ښاروالیو د غونډو غړو، د ازادو، عمومي، پټو، مستقیمو، عادلانه او رڼو ټاکنو د کېدو په برخه کې د کاندیدانو او رایه ورکوونکو د اوصافو د تنظیم شرایطو، د ټاکنو کمیسیون د فعالیت او واکونو د طرز، د سرغړونو اړوند شویو شکایتونو او اعتراضونو څېړنې، ټاکنیزو سرغړونو اړوندو جرایمو او د خلکو عمومي رایو ته د مراجعې اړوندو چارو د تنظیم په موخه تدوین شوی دی.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د دغه قانون فصلونه عمومي احکام، کمیسیون، ټاکنیزې حوزې، د رایې ورکوونکي او کاندیدان، د جمهوري ریاست، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د ولایتي شوراګانو غړو، ولسوالۍ شورا، د کلي شورا، د ښاروالۍ او د ښاروالۍ د غونډې ټاکنې، د ټاکنو دایرول، دشکایتونو او اعتراضونو څېړل، عمومي رایو ته مراجعه او متفرقه احکام رانغاړي.
همدارنګه د جمهوري ریاست دویم مرستیال غونډې ته د مهمو بدلونونو لکه د هېواد په ولسي جرګه کې د اهل هنودو لپاره یوه څوکۍ، په ولایتي او ولسوالیو شوراګانو کې ښځینه قشر ته لږ تر لږه (۲۵) سلنه څوکیو ځانګړي کولو، د رسنیزې کمېټې جوړولو، د ټاکنیزو جرمونو او مجازاتو زیاتوالي، د ټاکنو د شفافیت په خاطر له دولتي کارکوونکو څخه استفاده، له پنځو کلونو وروسته د ټاکنو کمیسیون د غړو تمدید، د ټاکنو قانون کې په ولایتونو او ولسوالیو کې د یوې څوکۍ والا حوزو جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د عدلیې وزیر او د کابینې نورو غړو خپل اصلاحي پیشنهادونه او نظریات غونډې ته مطرح کړل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د ولسمشرۍ د دویم مرستیال او د ټاکنو قانون د ارزونې او تدقیق کمېټې له غړو څخه مننه وکړه او دغې کمېټې ته یې دنده ورکړه، چې یو ځل بیا دې یاد قانون د اساسي قانون صراحت، د عدلیې وزیر او د کابینې نورو غړو د نظریاتو او وړاندیزونو او بین المللي نورمونو ته په پام وګوري او اصلاح شوې طرحه دې راتلونکې اونۍ بیا د وروستۍ پرېکړې لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
ارګ تر دې وړاندې ويلي و چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون د حقوقي سلا پر بنسټ، د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر درېيم تقنيني فرمان به نن د تصويب لپاره کابينې ته واستول شي چې له دې وروسته به ملي شورا ته له وړاندې کېدو پرته نافذ شي.
د دغه فرمان پر بنسټ به د ټاکنيزو بنسټونو د کمېشنرانو د تشکيل کمېټه جوړه او د ټاکنيزو شکايتونو نوي غړي به د ټاکل کېدو په موخه جمهوري رياست ته ور وپېژندل شي.
د حکومت د تقنين کمېټې تېره اونۍ پرېکړه وکړه چې د ټاکنيزو اصلاحاتو قانون نهايي اصلاح شوې طرحه د تصويب په موخه د دولت کابينې ته واستول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن