ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال دوستم له ولسمشر غني سره وليدل

جنرال دوستم له ولسمشر غني سره وليدل

author avatar
21 Aug 2016 - 11:33
جنرال دوستم له ولسمشر غني سره وليدل
author avatar
21 Aug 2016 - 11:33

کابل (پژواک، ۳۱ زمرى ٩٥): د ولسمشرۍ لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له ولسمشر اشرف غني سره ليدلي دي.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې لومړي مرستيال ترکيې ته د خپل وروستي سفر، د خپلو کاري اجرااتو په ځانګړي ډول د شمال ولايتونو د امنيتي وضعيت او همدارنګه د دغو ولايتونو د اوسېدونکو د ټولنيز ژوند بهير په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ.

سرچينې زياته کړې، دواړه لورو د شمال او شمال ختيځو ولايتونو د امنيتي وضعيت په ځانګړي ډول د کندوز ولايت په اړه بحث او خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر له لومړي مرستياله مننه وکړه چې هر ځل يې د دولت او خلکو تر منځ د اړيکو د ټينګښت په خاطر هڅې کړې او بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه کوي او د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د روحيې ورکولو په موخه له هغوی سره د جګړې تر لومړيو ليکو ملتيا کوي.

دا ليدنه تر څو مياشتو وروسته په داسې حال کې شوې چې د دواړو مشرانو تر منځ اړيکې ښې نه وې او جنرال دوستم د کابينې او په نورو مهمو غونډو کې ګډون نه کاوو.

دا اړيکې وروسته له هغه خرابې شوې چې ولسمشر بهر ته د سفر پر مهال جنرال دوستم د سرپرست ولسمشر د ټاکلو په اړه فرمان ورنه کړ.

دغه راز جنرال دوستم نيوکه لرله چې ولسمشر له خپلو متحدينو سره د قدرت په وېش کې هم عدالت نه عملي کوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.