ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع وزير: کندوز کې پراخ عمليات کېږي

د دفاع وزير: کندوز کې پراخ عمليات کېږي

author avatar
21 Aug 2016 - 19:58
د دفاع وزير: کندوز کې پراخ عمليات کېږي
author avatar
21 Aug 2016 - 19:58

کندوز (پژواک ٣١ زمرى ٩٥): د ملي دفاع وزير کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، په دې ولايت کې مېشتو امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه پراخ عمليات ترسره کړي.

د ملي دفاع وزير عبدالله حبيبي نن (د زمري ٣١ مه) کندوز کې وويل: "ما د خلکو د اندېښنو لرې کولو او د امنيتي وضعيت څېړنې لپاره دغه ولايت ته سفر وکړ."

نوموړي زياته کړه، د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز مرستيال جنرال مرادعلي مراد تر مشرۍ لاندې ملي اردو ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې په کندوز کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخ عمليات ترسره کړي.

نوموړي په يوه خبري ناسته کې وويل، ډېر ژر به په دغه ولايت کې د وسله والو له لوري نيول شوې سيمې بېرته د عملياتو په ترسره کولو سره له مخالفينو پاکې شي.

د هېواد ملي دفاع وزير زياته کړه، اوسمهال د کندوز خان اباد ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوې او په يو شمېر نورو سيمو کې هم چاڼيز عمليات روان دي.

د کندوز والي اسدلله عمرخېل هم په دغه خبري ناسته کې وويل، مرکزي حکومت د کندوز امنيت ته ځانګړې پاملرنه لري او په وروستيو څو ورځو کې په دې ولايت کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې وې، چې اوسمهال مرکزي حکومت ياد ولايت ته پوره امنيتي ځواکونه رالېږلي دي.

دغه راز نوموړي څرګنده کړه، چې د کندوز په عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم د هوايي ځواک په برخه کې له دولت سره همکاري کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.