ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل له پوځي روزنیز مرکزه ۱۰۰۰ کسان فارغ شول

د کابل له پوځي روزنیز مرکزه ۱۰۰۰ کسان فارغ شول

author avatar
21 Aug 2016 - 14:53
د کابل له پوځي روزنیز مرکزه ۱۰۰۰ کسان فارغ شول
author avatar
21 Aug 2016 - 14:53

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۵): د کابل د پوځي روزنيز مرکز ۱۰۰۰ فارغ شوي سرتېري وايي، د خپل هېواد او خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي او دښمن ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانانو وينې تويې کړي.

دا د هغو سرتېرو څرګندونې دي چې نن په کابل کې د ملي دفاع وزارت اړوند د کابل پوځي روزنيز مرکز کې تر څه باندې دوو مياشتو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.

یوه فارغ شوي سرتېري حبيب الرحمن وويل: "موږ په ډېرې مېړانې او شجاعت د کابل پوځي روزنيز مرکز کې زده کړې وکړې، تر څو چې مو په بدن کې يو څاڅکی وينه وي، د افغانستان دښمنانو ته به غاښ ماتوونکى ځواب ورکوو."

هغه زياته کړه، د خپل هېواد او خپلې خاورې دفاع ته چمتو دى او دښمن ته ګواښ کوي چې اجازه به ورنه کړي چې نور د افغانانو وينه تويه کړي.

نوموړى وايي، په لوړ مورال د ملي اردو ليکو ته راغلی، زياتوي چې په ياد روزنيز مرکز کې يې دوه مياشتې او لس ورځې پوځي، تاکتيکي او محاربوي تيوري او عملي زده کړې وکړې او اوسمهال د خپل هېواد دفاع ته چمتو دی.

بل فارغ شوي سرتېري ميرويس وويل: "موږ په داسې هېواد کې لوی شوي يو چې جګړه په کې روانه ده، موږ له جګړو سره ښه بلد يو، په ياد مرکز کې مو چې کومې پوځي زده کړې وکړې، اوس اماده يو چې په مېړانه له خپلې خاورې دفاع وکړو."

له ياد مرکزه فارغ شوى بل سرتېرى حکمت الله وايي: "ما چې د همت پوځي يونيفورم واغوست او د خپل هېواد خدمت کمربند مې وتاړه، نو دا ژمنه کوم، تر څو يو څاڅکی وينه مې په وجود کې وي، له خپلې خاورې او خپلو خلکو به دفاع کوم."

هغه زياته کړه، په ياده موده کې يې له ډېرو ستونزو ډک پوځي تمرينات ترسره کړي او د بېلابېلو پرمختللو وسلو او پوځي تاکتيکونو مهارتونه يې زده کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د ښوونې، روزنې او دوکتورينو مشر جنرال محمدنبي احمدزي وويل، نن د ملي دفاع وزارت د کابل له پوځي روزنيز مرکزه ۱۰۰۰ سرتېري چې په ياده موده کې يې بېلابېلې پوځي روزنه ترسره کړې، فارغ شول.

هغه فارغ شوو افسرانو ته په خطاب کې وويل، کله چې سرتېرى د زده کړو په حال کې وي، نو يواځې د ځان پر وړاندې مسوول وي، خو کله چې فارغ شي، نو د ټول هېواد، خلکو او ملي نواميسو پر وړاندې ديني وجيبه لري.

هغه زياته کړه، پوځيان د پوځي زده کړو تر څنګ هغه وخت د مبارزې په ډګر کې برياليتوب ترلاسه کولی شي چې  په خپل منځ کې يووالي ولري او چا ته اجازه ورنه کړي چې د دوی ترمنځ تفرقه، اختلاف او تعصب رامنځته کړي.

دى زياتوي: "فارغ شوي کسان سمدلاسه پوځي جبهو ته نه استول کېږي، دوی د هېواد په بېلابېلو قول اردوګانو کې تنظيمېږي  او هلته بيا هغوی ته پوره مسلکي روزنه ورکول کېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.