ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
21 Aug 2016 - 15:39
په ننګرهار کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
21 Aug 2016 - 15:39

جلال اباد (پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې د ننګرهار په ځینو امنيتي پېښو کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  ملکي وګړو ته دا مرګ ژوبله تېره ورځ ناوخته په لعلپورې او پچيراګام ولسواليو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د لعلپورې ولسوالۍ په مرکزي سيمه کې تېره شپه ناپېژاندو کسانو د ملکي وګړو د کور دروازې مخې ته چاودېدونکي توکی ځای پر ځای کړي وو چې په چاودنه کې یې يوه مېرمن او دوه ماشومان ټپيان شوي دي .

د والي وياند وويل چې دغه راز د پچيراګام ولسوالۍ په لنډه خېلو سیمه کې د يوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.