کابل (پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): د ناټو غوڅ ماموريت ځواکونو د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا د زياتېدو د هرکلي ترڅنګ ويلي، کندوز او هلمند به هېڅکله هم د طالبانو لاسونو ته ونه شي.
د ناټو د غوڅ ماموريت قوماندانۍ د عامه اړيکو مسوول او په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو يوه وياند بريد جنرال چارلس کلفند، نن په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل،په هلمند او کندوز کې پوره ځواکونه شته او د وسله والو مخالفينو بريدونو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکولى شي.
نوموړي زياته کړه، لښکرګاه او کندوز به هېڅکله هم وسله وال طالبان ونه نيسي.
د هغه په وينا، په هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره د غوڅ ملاتړ پوره ځواکونه شته.
جنرال چارلس وويل، افغان امنيتي ځواکونه په ښه لوري روان دي او په تکتيکي برخو کې د دوى لاسته راوړنې دوام لري.
د غوڅ ملاتړ وياند زياته کړه، طالبان تر ګواښ لاندې دي او له ډېرو اقتصادي او مشرتابه ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د هغه په وينا، طالبان هڅه کوي د افغانستان ډېرې سيمې ونيسي او په راتلونکو مياشتو کې به د ځينو نورو سيمو د نيولو لپاره د يادې ډلې بريدونه زيات شي.
خو نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "افغان امنيتي ځواکونه په سمه لار روان دي او په ټولو برخو کې هڅه کوو، څو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو مديريتي ګواښونو ته بدلون ورکړو."
د ناټو ځواکونو ياد چارواکي د داعش په اړه وويل، پخوا په افغانستان کې د داعش ٣٠٠٠ وسله وال کسان وو، خو اوس دغه شمېر د افغان امنيتي ځواکونو د پراخو عملياتو په پايله کې ١٥٠٠ کسانو ته راټيټ شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن