ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د افغان سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د سازمان  هڅو ته هيله منده ده

امريکا د افغان سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د سازمان هڅو ته هيله منده ده

author avatar
23 Aug 2016 - 12:32
امريکا د افغان سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د سازمان  هڅو ته هيله منده ده
author avatar
23 Aug 2016 - 12:32

واشنګټن (پژواک، ٢ وږى ٩٥):د امريکا متحده ايالاتونه وايي چې د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان  هلو ځلو ته هيله من دي.

د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان ( او اي سي) د سرمنشي په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى افغانستان ته راغلى چې د ولسمشر اشرف غني په ګډون يې له ګڼ شمېر دولتي چارواکو او سياسي شخصيتونو سره ليدلي دي.

دغه اسلامي سازمان په پلان کې لري چې په نږدې راتلوونکي کې د سعودي عربستان په مکه او مدينې ښارونو کې د ټولې اسلامي نړۍ د ديني عالمانو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه نړيوال کنفرانسونه جوړ کړي.

امريکا د اسلامي همکاريو د سازمان دغو هلو ځلو ته په محتاطانه توګه هيله مندي څرګنده کړې ده.

په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند پژواک خبري اژانس ته وويل چې هېواد يې له ډېرې مودې راهيسې د افغانستان د شخړې د سياسي هواري ملاتړ کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې دوى د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د هلو ځلو هرکلى کوي چې طالبان او نورې وسله والې ډلې له تاوتريخوالي لاس واخلي، له نړيوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي  او د افغانستان اساسي قانون ومني.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دا شرطونه د دې لپاره دي چې په تېرو ١٥ کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتل شي . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.