ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار چارواکو د داعش او طالبانو د ٢٤ وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې

د ننګرهار چارواکو د داعش او طالبانو د ٢٤ وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې

author avatar
23 Aug 2016 - 11:40
د ننګرهار چارواکو د داعش او طالبانو د ٢٤ وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې
author avatar
23 Aug 2016 - 11:40

جلال اباد (پژواک، ٢ وږى ٩٥): د ننګرهار ولايت چارواکي ادعا کوي چې په بېلابېلو نښتو کې د داعش او طالبانو ٢٤ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اچين ولسوالۍ په مامند درې سيمه کې د دولتي ځواکونو د توپچي په بريدونو کې د داعش ١٢ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

دغه راز د والي وياند خوږياڼى وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې د تېرو ٢٤ ساعتونو په نښتو او عملياتو کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په حصارک کې اوس هم ځمکني او هوايي عمليات روان دي خو په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

حصارک او اچين د ننګرهار لرې پرتې نا امنه ولسوالۍ دي چې خبريالان نه شي کولى شي کره معلوماتو ترې ترلاسه کړي او نه هم ټيلېفوني اړيکې نيول کېږي.

داعش او طالبانو تر اوسه د يادو جګړو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو پخپله ويب پاڼه کې ادعا کړې، چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې لس دولتي عسکر ورسره يو ځاى شوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.