ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: د “واحدې څوکۍ” طرحه حقوقي او تخنيکي ستونزې او نیمګړتیاوې لري

دانش: د “واحدې څوکۍ” طرحه حقوقي او تخنيکي ستونزې او نیمګړتیاوې لري

author avatar
24 Aug 2016 - 13:38
دانش: د “واحدې څوکۍ” طرحه حقوقي او تخنيکي ستونزې او نیمګړتیاوې لري
author avatar
24 Aug 2016 - 13:38

کابل ښار (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د ولسمشر دويم مرستيال وايي چې په اوسنيو شرايطو کې د واحدې څوکۍ طرحه له حقوقي، تخنيکي، عملي او تطبيقي اړخه له خنډونو او ننګونو سره مخ ده او که چېرته نهايي نه شي، نو په ټاکنو کې ګڼې ستونزې رامنځته کېږي.

د افغانستان کابينې دوې ورځې وړاندې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې په ټاکنيزو حوزو کې پر يوه څوکۍ ټينګار وکړ او د ټاکنو قانون اصلاح شوې طرحه يې په پرنسيپ کې تاييد کړه.

 تر اوسه د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه وه او د ولسي جرګې په ټاکنو کې هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه ده.

خو د واحدې څوکۍ د سيستم پر بنسټ، هر ولايت د خپل نفوس له مخې په ټاکنيزو حوزو وېشل کېږي او د هرې حوزې خلک خپل اړوند نوماند ته رايه ورکولى شي.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وايي چې دا طرحه ګټې او ستونزې دواړه لري چې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې يې عملي کول له حقوقي، تخنيکي او تطبيقي اړخه له ننګونو سره مخ دي.

د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن (د وږې ٣مه) پژواک خبري اژانس ته استول شوې، راغلي چې د ټاکنو قانون پر اصلاح شوې طرحه يې کار وروستي پړاو ته رسېدلى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستيو اوونيو کې پرله پسې او کره بحثونه او مطالعات او بېلابېلې طرحې کابينې ته وړاندې شوې او تر اوسه دوه ځلې د کابينې په ناسته کې پرې بحث شوى، خو لا هم توشېح ته چمتو نه ده او د مسودې متن نه دى نهايي شوى.

د ولسمشر دويم مرستيال د ټاکنيزو حوزو د طرحې ( واحده څوکۍ) وړانديز د ټاکنو قانون د طرح په توشېح کې د ځنډ لامل وباله او ويې ويل: ((د مهمو مسايلو په اړه نهايي هوکړه نه ده شوې او له دې ډلې د ټاکنيزو حوزو مسئله ده چې په دې اړه يو وړانديز هم د ټاکنيزو حوزو طرحه[واحده څوکۍ ده.))

دانش وويل چې دا طرحه (واحده څوکۍ) له ستونزو او حقوقي او تخنيکي کميو سره مخ شوې، خو زياته يې کړه چې نورې ستونزې به يې بل وخت په تفصيل سره بيان کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.