ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واليانو ټولنه د ملي يووالي حکومت د بديل پر طرحه کار کوي

د واليانو ټولنه د ملي يووالي حکومت د بديل پر طرحه کار کوي

author avatar
24 Aug 2016 - 17:06
د واليانو ټولنه د ملي يووالي حکومت د بديل پر طرحه کار کوي
author avatar
24 Aug 2016 - 17:06

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د واليانو ټولنه د روان کال د وږي په ٢٩مه نېټه د ملي يووالي حکومت وروستۍ ورځ بولي او وايي چې د ياد حکومت د بديل پر طرحې يې کار کړى او هغه به له ملي او سياسي شخصيتونو او ګوندونو سره نهايي کړي.

دغه ټولنه له لسګونه پخوانيو واليانو څخه جوړه ده او په ١٣٩٤ لمريز کال کې رامنځته شوې ده.

د يادې ټولنې مشر عبدالجبار تقوا نن په کابل کې د يادې ټولنې د يو شمېر نورو غړو په ګډه غونډه کې وويل چې د هېواد سياسي، پوځي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز وضعيت د خرابېدو په حال کې دى او د ملي يووالي حکومت مشران په خپلو کړو ژمنو عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي د هېواد اوسنى وضعيت سخت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې اوسمهال هره ورځ په افغانستان کې شا وخوا ٣ سوه ملکيان او پوځيان وژل کېږي.

نوموړي د طالبانو لاس ته د ځينو ولسواليو لوېدل او په يو شمېر ولايتونو کې د مخالفينو جدي ګواښونه د حکومت کمزوري وبلله او ويې ويل چې د ولسمشر او اجرائيه مشر تر منځ مخالفتونه، د خلکو په منځ کې د حکومت نه محبوبيت، د حکومت له لوري قانوني سرغړونې، د حکومتولۍ د سيستم پر وړاندې خطرناک ګواښ او د ملت، سياسي او روښانفکرې ټولنې د تېر ايستلو په موخه سياسي لوبې؛ په حکومت کې شته نورې ستونزې بلل کېږي.

تقوا وويل چې عام خلک، ملي شخصيتونه او مدني فعالان دې پايلې ته رسېدلي چې د حکومت مشران خلکو ته د خپلو کړو ژمنو په برخه  کې او دغه راز د ملي يووالي حکومت جوړښت ناکام دي.

نوموړي د حکومت د مشرانو تر منځ سياسي هوکړه ليک او د ياد هوکړه ليک د موادو نه عملي کېدو ته په اشارې سره وويل: "له قانوني او حقوقي اړخه د ١٣٩٥ لمريز کال د وږي مياشتې له ٢٩ مې نېټې وروسته ياد دوه ټيمونه په ارګ او سپيدار ماڼې کې نور د ملي يووالي حکومت په نوم يا بل نوم څه شتون نه لري."

د ملي يووالي حکومت له ټاکنيزو جنجالونو وروسته د ١٣٩٣ لمريز کال د تلې مياشتې په لومړيو کې د ولسمشر او اجرائيه مشر تر منځ د سياسي هوکړه ليک پر بنسټ رامنځته شو چې د روانې مياشتې په ٢٩ مه نېټه د ياد هوکړه ليک دوه کلنه موده پاى ته رسېږي.

ټاکل شوې وه چې د هوکړه ليک پر بنسټ؛ د دوو کلونو په ترڅ کې په ټاکنيز نظام کې اصلاحات رامنځته شي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي او د لويې جرګې په رابللو سره  د اساسي قانون د تعديل په اړه خبرې وشي او د لومړي وزير څوکۍ هم رامنځته شي.

د افغانستان د واليانو ټولنې مشر وويل چې يادې ټولنې له تېرو دوو کلونو راهيسې د هوکړه ليک مادو عملي کېدو ته انتظار ايست، خو دغه کار تر اوسه پورې عملي بڼه نه ده خپله کړې.

د هغه په وينا، له همدې امله د واليانو ټولنې په هېواد کې د ثبات د ټينګښت په موخه د ملي يووالي حکومت د بديل پر طرحې کار کړى او هغه يې له ملي او سياسي شخصيتونو او مهمو احزابو سره په مشورې نهايي کوي، څو هېواد له اوسني کړکېچ وباسي او د قانون عملي کېدو زمينه برابره شي.

د هغه په وينا، د واليانو ټولنې طرحه به که چېرې د مهمو لورو له خوا تاييد شي؛ د وږي مياشتې له ٢٩ مې نېټې وړاندې چې د حکومت د پاى ته رسېدو نېټه ده، له خلکو سره شريکه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.