جلال اباد (پژواک، ٣ وږى ٩٥): چارواکي وايي چې د ننګرهار په ځینو ولسواليو کې د نښتو او عملياتو پر مهال ١٥ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د پچيراګام ولسوالۍ په ګډل سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتې له امله ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې وسله والو طالبانو په ډله ييز ډول غوښتل چې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي چې له وړاندې د امنيتي منسوبينو له بريدونو سره مخ شول.
د والي وياند دغه راز وويل چې د دغه ولايت په حصارک ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژ شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې امنيتي منسوبينو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو د يادې پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې يې پنځو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
حصارک او پچيراګام د ننګرهار لرې پرتې نا امنۍ ولسوالۍ دي، چې له ازادو سرچينو څخه د پېښو په اړه کره معلومات ترلاسه کول ستونزمن کار دى او ډېرى مهال د حکومت او وسله والو مخالفينو پر ادعاوو تکيه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن