ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارټر: افغانستان لا هم خطرناکه سیمه ده

کارټر: افغانستان لا هم خطرناکه سیمه ده

author avatar
24 Aug 2016 - 12:11
کارټر: افغانستان لا هم خطرناکه سیمه ده
author avatar
24 Aug 2016 - 12:11

واشنګټن (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د امريکا د دفاع وزير اشټن کارټر وايي د هلمند وروستي بريد دا وښوده چې افغانستان اوس هم خطرناکه سيمه ده.

تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوې چاودنې له امله يو امريکايى سرتېرى ووژل شو، يو امريکايي سرتېرى او شپږ افغان سرتېري ټپيان شول.

امريکايي سرتېرو ته دا مرګ ژوبله په داسې حال کې اوښتې ده چې په دې وروستيو ې هلمند ته شاوخوا ١٠٠ نوي سرتېري لېږل شوي دي.

د امريکا د دفاع وزير کارټر ويلي چې د لښکرګاه وروستۍ پېښه دا ثابته کړه، چې افغانستان اوس هم خطرناکه سيمه ده.

هغه زياته کړې، که څه هم افغان ځواکونه د خپل هېواد او ولس د خونديتوب لپاره د پرمختګونو په حال کې دي، خو اوس یې هم پر وړاندې سخت کارونه لا پاتې دي.

کارټر وايي، امريکا او د ناټو متحدين به د افغانستان له حکومت سره نږدې کار کوي، څو د افغان ملي دفاعي ځواکونه وړتياوې او ظرفيتونه لوړ شي چې وکولى شي په ښه توګه د خپل ولس او هېواد امنيت خوندي کړي.

نوموړي په هلمند کې د امريکايي سرتېري پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او ويلي یې دي چې دغو سرتېرو له افغان ځواکونو سره د مشورې او روزنې په برخو کې همکاري کوله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر هم ويلي چې هېواد يې د يوه متحد، باثبات او غني فغانستان  لپاره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.