ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني لوري سربېره پر ژمنو هم د سپين بولدک- چمن لار تړلې ساتلې ده

پاکستاني لوري سربېره پر ژمنو هم د سپين بولدک- چمن لار تړلې ساتلې ده

author avatar
25 Aug 2016 - 14:44
پاکستاني لوري سربېره پر ژمنو هم د سپين بولدک- چمن لار تړلې ساتلې ده
author avatar
25 Aug 2016 - 14:44

کندهار (پژواک، ٤ وږى ٩٥): د کندهار د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، پاکستاني چارواکو له دوى سره په مذاکراتو کې څو ځلې د سپين بولدک- چمن د لويې لارې د خلاصولو ژمنې وکړې خو سربېره پر هغه يې هم لار تړلې ساتلې ده.

پاکستاني لوري د تېرې پنجشنبې په ورځ دغه لويه لار تړلې او نن په اتمه ورځ هم د هر راز ترافيکو او عامو وګړو پر مخ تړلې ده.

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو د درېيمې لوا کمېسار سمونوال محمدعلي داوري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له هغه وروسته چې پاکستاني لوري د سپين بولدک- چمن لار وتړله، د دغه هېواد د سرحدي ځواک له چارواکو سره يې د لارې د خلاصولو پر سر درې ځلې خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((په هر ځل مذاکراتو کې پاکستاني لوري ژمنه کوله چې د خبرو له پاى ته رسېدو وروسته به لار خلاصوي، خو هغوى پر خپلو ژمنو نه دي درېدلې او لا يې هم لار تړلې ساتلې ده.))

دى وايي، نه پوهېږي چې د هغوى موخه څه ده او ولې د لارې د خلاصولو په اړه خپلې ژمنې نه عملي کوي.

د ده په خبره، پاکستانى لورى يواځې همدا بهانه کوي چې افغانانو د پاکستان بيرغ سوځولى.

که څه هم د دې موضوع په اړه بېلابېلې ادعاوې کېږي خو داوری وايي، اصلي ستونزه له هغه ځايه سرچينه اخلي چې پاکستان د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې د هند خلاف لاريون پلان کړى و.

ده وويل، لاريون کوونکو نه يوازې د هند او افغانستان خلاف شعارونه ورکول، بلکې د دغه هېواد د لومړي وزير نريندرا مودي د عکس تر څنګ يې د ولسمشر اشرف غني عکس هم سوځاوه.

دى وايي، پاکستاني لوري په داسې حال کې د کرښې په صفري برخه کې د ټولو اصلو خلاف لاريون پلان کړى و چې نه دغلته د هندوستان کومه نماينده ګي او نه کوم استازى شته.

د ده په خبره، پر دې موضوع يې له پاکستاني لوري سره خبرې هم کړې او هغوى ته يې ويلي چې که دا لاريون د هند خلاف و، نو ولې دلته کېده، دغه لاريون بايد په اسلام اباد کې د هند د سفارت مخې ته شوى واى.

داوری زياتوي، تر ټولو مهم ټکى دا دى چې دغه لاريون په داسې ورځ پلان شوى و چې افغانانو د خپل هېواد د خپلواکۍ ٩٧يمه کليزه نمانځله.

ده وويل، په همدغه بنسټ د کندهار په زرګونو اوسېدونکو د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په ترڅ کې پر دروازه هجوم وروړ او د پاکستاني لوري د کړنې په غبرګون کې يې د پاکستان بيرغ وسوځاوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.