ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سانچارک کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په سانچارک کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Aug 2016 - 11:55
په سانچارک کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
27 Aug 2016 - 11:55

 سرپل(پژواک، ٦ وږى ٩٥ : ځايي چارواکي ادعا کوي چې د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې يې د دولت ٤٨ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې، خو طالبان يواځې د خپلو اوو کسانو د وژلو پخلى کوي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وويل چې له پرون غرمې وروسته د سانچارک ولسوالۍ په مسجد سبز، توپخانه او ګجواى سيمو کې د دولت ٣٢ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٦ نور  ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دې ولايت کې د طالبانو ملي او اداري مسوول قاري عبدالبصير هم په وژل شوو کې شامل دى.

ده څرګنده کړه چې په دې بريدونو کې نور چاته زيان نه دى رسېدلى.

نوموړي وويل چې تېره ورځ دولتي ځواکونو پرمختګ نه دى کړى او د جګړې کرښې     د دې ولسوالۍ په ختيځو برخو، مسجد سبز، توپخانه او ګجواى کليو کې دي.

 د طالبانو ويندويانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو يوې ځايي سرچينې د هغوى د مالي او اداري مسوول عبدالبصير وژنه رد کړې او وايي چې د تېرې ورځې په بريدونو کې د دوى څلور کسان وژل شوي او دري نور ټپيان شوي دي.

د توپخانې سيمې يوه اوسېدونکي وويل چې د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېرې په اړه کره معلومات نه لري، خو ويل کېږي چې د دولتي ځواکونو په بريدونو کې ١٦ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

له تېرې شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په سانچارک کې سخته جګړه روانه ده او راپورونه وايي چې تراوسه يې ګڼ شمېر کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړ کړې دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.