ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې شاوخوا زر کورنۍ مرستې ته اړتيا لري

په سرپل کې شاوخوا زر کورنۍ مرستې ته اړتيا لري

author avatar
27 Aug 2016 - 13:53
په سرپل کې شاوخوا زر کورنۍ مرستې ته اړتيا لري
author avatar
27 Aug 2016 - 13:53

سرپل ښار(پژواک، ٦ وږى ٩٥): نږدې زر کورنۍ چې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ د وروستيو جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې، مرستو ته اړتيا لري.

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د سانچارک ولسوالۍ په مسجد سبز، توپخانه، ګجوا او ځينو نورو سيمو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه روانه ده.

 د مسجد سبز سيمې يوه اوسېدونکې فاطمه چې اوسمهال له خپلو شپږو ماشومانو سره د سانچارک ولسوالۍ د مرکز تګزار ښار کې په يوه مسافرخونه کې اوسېږي، وويل:((خاوند مې له طالبانو سره د جګړې په کرښه کې جګړه کوي او موږ تګزار ښار ته راغلو، خو دولت بيا هم له موږ سره مرسته نه ده کړې، زموږ په څېر سلګونه کورنۍ سرګردانه دي.))

هغه وويل چې خاوند يې د امنيتي ځواکونو( ولسي پاڅون) کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه کوي.

شهربانو يوه بله مور ده چې زوى يې د ولسي پاڅون ځواکونو کې و او له وسله والو طالبانو سره په مسجد سبز سيمه کې وژل شوى دى.

هغې وويل چې د خپلې کورنۍ له غړو سره تګزار ښار ته راغلې او په يوه مسافر خونه کې شپې ورځې تېروي.

نوموړې په ژړا کې وويل:((تباه شوم، زوى مې طالبانو وژلى، هر څه مې په ميدان پاتې شول، نه له ماله خبره يم او نه هم له کوره، يواځې په دې وتوانېدم چې ناوې او لمسيان مې را وباسم.))

شهربانو زياته کړه:((نه بوټ لرم او نه خواړه، دولت هم تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې.))

د مسجدسبز کلي بل اوسېدونکي ٢٣ کلن ځوان محمد حسين هم بې ځايه شوى او د خپلې کورنۍ  له غړو سره د سانچارک په مرکز کې د يوه خپلوان کور کې اوسېږي.

هغه وويل چې له دولته کومه بله مرسته نه غواړي، خو ياده شوې سيمه دې د وسله والو مخالفينو له واک وباسي، څو خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

هغه زياته کړه:((خلک بې وسه دي، څومره نور به مو وژل کېږي، که دولت، دولت وي سيمه دې ونيسي، خلکو درې ورځې پرله پسې جګړه وکړه، په يوه شپه کې ١١ کسان ووژل شول، خو د دولت له لوري هېڅ مرسته نه ده شوې، بالاخره کلي سقوط وکړ.))

دغه بې ځايه شوي وايي چې د يادې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې چې يو شمېر يې د سانچارک ولسوالۍ په مرکز او يو شمېر نور بيا د ولايت په مرکزسرپل کې په مسافر خانو او يا د خپلوانو په کورونو کې اوسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.