ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميانو ته د ولسمشر سفر له هرکلي او لاريون سره مل و

باميانو ته د ولسمشر سفر له هرکلي او لاريون سره مل و

author avatar
29 Aug 2016 - 19:11
باميانو ته د ولسمشر سفر له هرکلي او لاريون سره مل و
author avatar
29 Aug 2016 - 19:11

 باميان (پژواک،  ٨ وږى ٩٥): ولسمشر غني باميانو ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د يو شمېر پروژو د پرانېستې پر مهال وويل  چې د خپل ټاکنيز کمپاين د وخت هغه ژمنه چې هزاره جات به له جغرافيوي کلابندۍ باسي، دا دى عملي کوي.

 ولسمشر غني نن سهار په داسې حال کې چې له نوموړي سره په ياد سفر کي د ولسمشرۍ دويم مرستيال سرور دانش، د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق، د کابينې يو شمېر وزيرانو او د بهرنيو هېوادونو ځينو سفيرانو ملګرتيا کوله، باميانو ته ولايت سفر  وکړ.

 ولسمشر، لومړى د ياد ولايت د ميدان ښار-باميانو سړک او د ياد ولايت د هوايي ډګر (د ملي يووالي شهيد عبدالعلي مزاري هوايي ډګر) پرانېسته وکړه او له هغه وروسته يې د دغه ولايت له يو شمېر اوسېدونکو سره ليده کاته وکړل.

د باميانو هوايي ډګر، د جاپان هېواد د پنځه ميليون امريکايي ډالرو په مرسته جوړ شوى دى.

 د هېواد ولسمشر د باميانو اوسېدونکو ته په خپلې وينا کې وويل  چې په روان کال کې به د نورو ولايتونو په پرتله ډېرې بنسټيزې پروژې په زياتې بوديجې سره باميانو کې عملي شي.

هغه زياته کړه: "هغه شعار چې د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال مې کړى و، چې هزاره جات به له جغرافيوي کلابندۍ ژغورم، هغه عملي کوم او د باميانو د ځينو سړکونو کار پيل شوى او يا يې هم د جوړولو لپاره بوديجه ځانګړې شوې ده."

 د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش هم وويل  چې افغانستان اوسمهال په نړيواله کچه په يوه غوره ځاى کې ځاى لري او دغه کار د ملي يووالي حکومت د مثبتو کارونو، له فساد سره مبارزه او د نښلوونکو لارو څخه د اسانتياوو رامنځته کولو په پايله کې ترسره شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې مرکزي سيمې به ډېر ژر له طبيعي زندان بهر شي او له صوف درې تر يکاولنګ سړک په ګډون به د ډېرو سړکونو کار پيل شي او ټاکل شوې چې د يکاولنګ-کندهار سړک په اړه هم چې له پنځه سوه کيلومتره زيات اوږدوالى لري؛ ارزونه او څېړنه وشي.

 د حکومت د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق په دې خبرې د ټينګار ترڅنګ چې ولسمشر له يوې کڅوړې پراختيايي پروژو سره باميانو ته راغلى وويل، چې دغه پروژې د ملي يووالي او متوازنې پراختيا په برخه کې يو مثبت ګام دى.

 هغه زياته کړ، د ملي يووالي حکومت پرېکړه کړې څو د هېوادوالو اساسي اړتياوې په پام کې ونيسي او په ټولو برخو کې په لاس کې موجودې بوديجې ته په پام سره په بېلابېلو برخو کې ګامونه پورته کړي.

 ورته مهال د ولسمشر د سفر په ترڅ کې د باميانو يو شمېر مدني فعالانو له ولسمشر سره ناسته تحريم کړې وه او دغه راز د باميانو لسګونه اوسېدونکو د لاټين په څلورلارې کې په لاريون لاس پورې کړ او د باميانو له لارې يې د پنځه سوه مېګاواټه برېښنا د لېږد غوښتنه وکړه؛ خو لاريون کوونکي د پوليسو له چلند سره مخ شول.

مدني فعالان وايي چې د سهار په لومړيو کې څلور مدني فعالان د لسم رياست د منسوبينو او پي پي سي (د ولسمشر د ساتنې قطعه) لوري ونيول شول چې له هغه وروسته لاريون په تاوتريخوالي بدل شو او په پايله کې يو شمېر پوليس چې د لاريون کوونکو مخه يې نيوله؛ د ډبرو لګېدو له امله ټپيان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.