لښکرګاه (پژواک، ۸ وږى ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په ناوې ولسوالۍ کې دوه وروڼه له کوره ايستلى او بيا يې وژلي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د ناوې ولسوالۍ د سروخ دوز د منګول زو په کلي کې دوه وروڼه له کور ايستلي او بيا يې پر ډزو وژلي دي.
د هغه په وينا چې وژلي کسان یو بزګر او بل هم د لیني موټر چلوونکی وو.
هغه وايي چې يادو کسانو له هېچا سره دښمني نه لرله او نه يې هم له دولت سره کومه اړیکه وه.
دغه راز د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي ولي جان هم د يادو کسانو وژل کېدل تاييد کړل.
هغه وويل: ((دغه دواړه وروڼه وړمه ورځ طالبانو له کوره ايستلي بيا يې تېره ورځ پر ډزو وژلي او مړي یې کلي ته نږدې اچولي وو.))
ده وويل چې وژل شوو په دولت کې کومه دنده نه درلوده خو پخوا يې يو بل ورور پوليس و.
دا مهال د ناوې د ولسوالۍ له ودانۍ پرته نورې ټولې سيمې له وسله والو طالبانو سره دي.
د هلمند چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو ورځو کې طالبانو په ناوې ولسوالۍ کې يو ښوونکى او درې قصابان هم وژلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
هلمند افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو سره دي او د شپږو نورو ولسواليو يواځې د ولسواليو ودانۍ له حکومت سره دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن