کابل ښار (پژواک، ٨ وږى ٩٥): ولسمشر او د حکومت اجرايي رييس په ټاکنيز نظام کې پر اصلاحاتو راوستو، د برېښنايي تذکرو پر وېش او د اساسي قانون د تعديل کمېسيون پر جوړښت هوکړې ته ورسېدل.
د اجرايي رياست مرستيال وياند احمد اميد ميثم پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر او اجرايي رييس د ملي يووالي حکومت د کار د ډول په اړه د درېيم ځل لپاره يو له بل سره وليدل.
هغه زياته کړه، په دې ليدنه کې پر څلورو مهمو مواردو لکه په ټاکنيز نظام کې اصلاحات، د برېښنايي تذکرو وېش، د اساسي قانون د تعديل لويې جرګې جوړول او د ملي يووالي حکومت د تشکيل هوکړه ليک پر پلي کېدو د څارونکې کمېټې د غړو پر ټاکلو هوکړه وشوه.
هغه وويل چې د هوکړې جزييات به په راتلونکې اوونۍ کې په رسمي ډول اعلان شي او احتمال لري چې ولسمشر او اجرايي رييس به د هېواد پر نورو مهمو مسايلو هم په راتلونکي کې ناستې ولري.
عبدالله هم ويلي چې د ملي يووالي حکومت د جوړښت د هوکړه ليک پر پلي کېدو بحثونه روان دي او د سياسي هوکړه ليک د ګټو د بشپړ تطبيق پروسه کې مشوره او تفاهم تعقيبوي.
د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافات وروسته له هغه را پورته شول چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د حکومت اجرايي رييس پر ولسمشر نيوکه وکړه چې د ملي يو والي حکومت د سياسي هوکړه ليک بسټيزې ژمنې لکه د لويې جرګې رابلل، د اساسي قانون تعديل، په اجرايي صدارت د اجرايه رياست بدلېدل او ټاکنيز اصلاحات نه دي عملي شوې.
د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ اختلافاتو د سياسي څېرو، ملي او نړيوالو بنسټونو غبرګونونه هم له ځان سره لرل، تر دې چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان ګواښ وکړ چې سياسي جنجالونه بايد د افغانستان د امنيتي برخې لاسته راوړنې کمزورې نه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن