ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ: باميانو ته د ولسمشر د سفر پر مهال کوم خبريال نه دى وهل شوى

ارګ: باميانو ته د ولسمشر د سفر پر مهال کوم خبريال نه دى وهل شوى

author avatar
30 Aug 2016 - 20:34
ارګ: باميانو ته د ولسمشر د سفر پر مهال کوم خبريال نه دى وهل شوى
author avatar
30 Aug 2016 - 20:34

کابل، باميان (پژواک ٩ وږى ٩٥): حکومت وايي، باميانو ته د ولسمشر د سفر پر مهال د دې ولايت خبريالانو ته ټولې اسانتياوې برابرې شوې وې او د کار پر مهال کوم خبريال نه دى وهل شوى او دغه راز د دوى د نيولو ادعا هم بې بنسټه ده.

د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولسمشرۍ رياست وياندوى دفتر له سفر دوه ورځې وړاندې د باميانو له خبريالانو سره په اړيکه کې و او هغوى ته ټولې اسانتياوې برابرې شوې وې او له دې ډلې يواځې يو خبريال چې هغه هم د معترضانو په ډله کې و، په مراسمو کې د ګډون په موخه فرصت پيدا نه کړ.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې باميانو ته د ولسمشر د سفر پر مهال کوم خبريال نه دى وهل شوى، خو له بده مرغه د خبريالانو يو شمېر مدافع بنسټونو او ځينو رسنيو له څېړنې پرته ياده قضيه وپړسوله.

  بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، شايد په محدودو مواردو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له خبريالانو سره داسې چلند کړى وي چې د ډېرې کمې مودې لپاره به د دوى د کار د ټکني کېدو لامل شوي وي.

اعلاميې زياته کړې، افغان حکومت دا ډول چلند يو فردي عمل بولي او هر مهال د قضيې څېړلو ته ژمن او په دې اړه يې ګامونه هم پورته کړي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي: "دا ډول فردي چلند د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ازادۍ غوښتنې له سياست سره په بشپړه توګه مخالف دى."

پر دې سربېره د ارګ ماڼۍ په اعلاميه کې څرګنده شوې، چې د رسنيو ازادي د هېواد اساسي قانون له سترو ارزښتونو څخه ګڼل کېږي او د هغو پياوړتيا او ملاتړ د افغان دولت او ټولو هېوادوالو له ژمنو او مکلفيتونو څخه شمېرل کېږي.

خو داسې ادعاوې شته چې پرون باميانو ته د ولسمشر له تګ سره يو ځاى د "جنبش روشنايى" پلويانو له لوري د لاريونونو په ترڅ کې د سلام وطندار راډيو خبريال الياس طاهري د جمهور اژانس خبريال سيدمحمد هاشمي له لاريون کوونکو سره د تاوتريخوالي صحنې تر پوښښ نيولو پر مهال د ولسمشر د ساتنې ځانګړي ځواکونو له لوري وهل شوي دي.

د المان غږ راډيو (دويچوله) خبريال زمان احمدي باميانو ته د ولسمشر له سفر وړاندې، باميانو ښار کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى و.

خو د باميانو والي ظاهر زُهير هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيتي ځواکونو له لوري هېڅ کوم خبريال نه دى وهل شوى او يواځې يو خبريال چې د معترضينو په ډله کې و او خلک يې تاوتريخوالي ته رابلل؛ د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.

نوموړي زياته کړه، زمان احمدي هم له باميانو څخه د ولسمشر له تګ وروسته ازاد شوى دى.

د باميانو والي زياته کړه، د نى دفتر او له خبريالانو نورو مدافع بنسټونو تورونه مغرضانه، سياسي او د خبريالۍ له اخلاقو لرې دي او ياد بنسټ موضوع له څېړنې پرته له مغرضانه ډول انعکاس کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.