ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: هیله من یو د بروکسل په کنفرانس کې ډېرې مالي مرستې جذب کړو

عبدالله: هیله من یو د بروکسل په کنفرانس کې ډېرې مالي مرستې جذب کړو

author avatar
30 Aug 2016 - 17:03
عبدالله: هیله من یو د بروکسل په کنفرانس کې ډېرې مالي مرستې جذب کړو
author avatar
30 Aug 2016 - 17:03

کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٥): اجرايه رييس وايي، هيله لري د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره ډېرې مالي مرستې جذب شي.

تمه ده چې دا دوه ورځنى کنفرانس د راتلونکې تلې مياشتې په ١٣مه او ١٤مه د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې ترسره شي.

له اجرايه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اجرایه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د بروکسل ناستې ته د افغان دولت د چمتووالي په اړه ناسته وشوه.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې اړوندو وزارتونو او ادارو د خپلو امادګیو، لاسته راوړنو، ستونزو او حل لارو په اړه خبرې وکړې او ټاکل شوو کمېټو د بروکسل ناستې ته د افغان دولت د یوولسو لومړیتوبونو د چمتووالي په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ.

سرچينه زياتوي، د سوداګریزو خونو چارواکو هم په دې ناسته کې د خصوصي سکتور غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، اجرایه ريیس بروکسل ناستې ته له نیول شوي چمتووالي څخه خوښي وښوده او ویې ویل، ټولو اړوندو ادارو په ښه ډول سره خپلې چارې ترسره کړې او بروکسل ناستې ته ښه چمتووالی نیول شوی دی.

هغه له وزارتونو څخه د هغوی د هڅو او جدي کار له امله مننه وکړه او لارښوونه يې وکړه چې د وزارتونو تر منځ همغږي باید لا ډېره او د افغانستان د سولې او ملي پرمختیا د چارچوب په لا ښه کره کولو کې دې نور هم کار وکړي.

نوموړي هیله وښوده چې د افغان دولت دغه هڅې او چمتووالی لامل شي چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ډېره مالي مرسته وکړي او هم وتوانېږي چې سلګونه میلیونه ډالر په خصوصي سکتور کې پانګونې ته را جذب کړي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.