ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوه پخواني پاڅون کوونکي پر کور برید کې پنځه طالبان وژل شوي

غزني کې د یوه پخواني پاڅون کوونکي پر کور برید کې پنځه طالبان وژل شوي

author avatar
30 Aug 2016 - 14:30
غزني کې د یوه پخواني پاڅون کوونکي پر کور برید کې پنځه طالبان وژل شوي
author avatar
30 Aug 2016 - 14:30

غزني ښار (پژواک، ۹ وږی ۹۵): وسله والو طالبانو په غزني کې د يو پخواني پاڅون کوونکي پر کور بريد کړى چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي او د درېيو طالبانو په ګډون پنځه تنه ټپيان دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې وسله والو طالبانو د پخواني پاڅون کوونکي اخترمحمد پر کور بريد کړى دى.

هغه وايي چې د دغه بريد په ترڅ کې دوه طالبان وژل شوي او درې طالبان، اخترمحمد او زوى يې ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو اول د اخترمحمد کور ته لاسي بم غورځولى بيا خپله ورغلي دي، خو اختر محمد او زوى پرې راويښ شوي او جګړه يې شروع کړې ده ، خو امنيتي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي او له اختر محمد څخه يې دفاع کړې ده.))

امرخېل وايي چې وسله وال له سيمې تللي دي خو يوه مخابره او دوه ميله وسلې يې په سيمه کې پاتې دي.

د غزني ښار د پښتون اباد په سيمه کې د اخترمحمد ګاونډي جلال الدين پژواک ته وويل د شپې ناوخته وه چې د اخترمحمد په کور کې جګړه پيل شوه.

هغه زياته کړه: ((په کوڅه کې د پوليسو ماموريت هم دى، دوى هم ډزې کولې سهار چې موږ کوڅې ته راغلو په کوڅه کې ډېرې وينې تویې وې.))

هغه وايې چې په دې نښته کې اخترمحمد او زوى يې ټپيان شوي او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو وسله والو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان د اخترمحمد کور ته نه دي اوښتي خو په لار کې يې ورته کمين نيولى وو.

ده وويل چې په دې نښته کې درې طالبان ټپيان شوي چې د يو تن روغتيايي حالت ښه نه دى.

مجاهد په دې جګړه کې د نورې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.