ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې يو ځانمرګى بريدګر ونيول شو

په بغلان کې يو ځانمرګى بريدګر ونيول شو

author avatar
30 Aug 2016 - 10:26
په بغلان کې يو ځانمرګى بريدګر ونيول شو
author avatar
30 Aug 2016 - 10:26

پلخمري ښار (پژواک، ٩ وږى ٩٥): په بغلان ولايت کې يو شمېر چارواکو د يوه ځانمرګي او د نشه يي توکو د يوه قاچاق وړونکي په ګډون د پنځو کسانو د نيولو خبر ورکړ.

د بغلان والي عبدالستار بارز پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بغلان ملي امنيت رياست منسوبينو دوه وسله وال مخالفين له بغلان ولايت نه د تېرېدو پر مهال په دوشي ولسوالۍ کې نيولي دي.

هغه زياته کړه چې ياد دوه کسان د طالب قوماندان ملا نور اغا کسان دي.

  والي وايي، يو ځانمرګى چې د پلخمري ښار د ډنډغوري اوسېدونکى و، ښار ته د راتګ په ترڅ کې له يوه همکار سره نيول شوى دى.

بلخوا د بغلان ولايت دغه لوړپوړي چارواکي د نشه يي توکو د يوه قاچاق وړونکي د نيولو خبر ورکړ چې ٤٩ کيلوګرامه نشه يي توکي يې قاچاق کول.

د پلخمري ښار اوسېدونکي يارمحمد د يادو کسانو د نيولو په اړه د خوښۍ په څرګندولو پژواک ته وويل: ((ملي امنيت رياست شپه ورځ کار کوي، څو خلک په امنيت کې ژوند وکړي، خو يو شمېر زورواکي او قانون ماتوونکي هڅه کوي چې د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي امنيت د کار مخنيوى وکړي.))

نوموړى له حکومت غواړي چې رښتيني مسوولين  وستايي، خو زورواکي او قانون ماتوونکي  مجازات کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.