کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٥): حکومت د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه کړې، چې باميانو ته د ولسمشر د سفر پرمهال د امنيتي ځواکونو له خوا له ځينو خبريالانو سره د شوي چلند شکايت وڅېړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسممشر محمد اشرف غني روانه اونۍ بامیانو ولایت ته د څو عام المنفعه پروژو د پرانیستلو په خاطر سفر وکړ.
سرچينه کاږي، د دغه سفر پر مهال یو شمېر رسنیو او خبریالانو د رسنیو له کارکوونکو سره د امنیتي ځواکونو له چلند څخه شکایت وکړ.
سرچينه زياتوي، جمهوري ریاست د خبریالانو د اتحادیو د اندېښنو په ځواب کې، د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادۍ اصل څخه د ملاتړ ترڅنګ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دستور ورکړی، چې موضوع روښانه او څرنګوالی یې وارزوي.
سرچینه وایي: "د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره مکلفه ده، چې د بامیانو ولایت سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ د پېښې ټول اړخونه په کره توګه و ارزوي اوخپلې ترلاسه شوې پایلې جمهوري ریاست ته وسپاري، ترڅو د هغې په اساس سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي."
داسې ادعاوې شته چې د دوشنبې په ورځ (د وږي اتمه) باميانو ته د ولسمشر له تګ سره يو ځاى د "جنبش روشنايي" پلويانو له لوري د لاريونونو په ترڅ کې د سلام وطندار راډيو خبريال الياس طاهري او د جمهور اژانس خبريال سيد محمد هاشمي له لاريون کوونکو سره د تاوتريخوالي صحنې د پوښښ نيولو پر مهال د ولسمشر د ساتنې ځانګړي ځواکونو له لوري وهل شوي دي.
د المان غږ راډيو (دويچوله) خبريال زمان احمدي باميانو ته د ولسمشر له سفر وړاندې، باميانو ښار کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.
خو د باميانو والي ظاهر زُهير هم پژواک ته ويلي، د امنيتي ځواکونو له لوري هېڅ کوم خبريال نه دى وهل شوى او يواځې يو خبريال چې د معترضينو په ډله کې و او خلک يې تاوتريخوالي ته رابلل؛ د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.
نوموړي زياته کړه، زمان احمدي هم له باميانو څخه د ولسمشر له تګ وروسته ازاد شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن