کندهار (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): چارواکي وايي، د کندهار د پوهنې رييس او تدريسي مرستيال د خلکو د هغو شکايتونو پر بنسټ چې ګواکې په دې اداره کې پراخ فساد شتون لري او چارواکي يې لازم چوپړ نه شي وړاندې کولاى، له دندو لرې شوي دي.
خو د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون وايي چې والي د پوهنې رياست په چارو کې مداخله کوله، له ده څخه يې د ناقانونه کړنو غوښتنه کوله او دى ځکه له دندې ګوښه شوى چې ناقانونه غوښتنې يې منه منلې.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دولتي ادارو کې تغير او تبديل د سمون او اصلاحاتو لپاره يو معمول دى او د پوهنې رياست ياد دوه چارواکي د خلکو او مشورتي بورډ د هغو شکايتونو پر بنسټ تېره ورځ له دندو لرې شوي چې په اړونده اداره کې يې د فساد په اړه درلودل.
د هغه په وينا، اوس د پوهنې رياست کارکوونکى محب الله قادري د همدې ادارې سرپرست ټاکل شوى دى.
د ده په خبره، والي په ولايت کې د ولسمشر د استازي په توګه کار کوي او دا صلاحيت لري چې د دولتي ادارو له کړنو څخه څارنه او د چارو د سمون لپاره اقدام وکړي، څو خلکو ته پر وخت خدمات وړاندې شي.
خپلواک وويل: ((له بده مرغه د کندهار په پوهنې رياست کې له ډېر وخت راهيسې پراخ فساد شتون لري، دغلته مافيايي کړيو ځالې جوړې کړې چې د اصلاح او سمون لپاره يې له ډېره وخته کار پيل شوى و چې ښه بېلګه يې د مشورتي بورډ جوړېدل او د دوى له خوا د چارو څارنه ده.))
خو د ولايتي ادارې د دغه تصميم پر وړاندې په خپله د کندهار د پوهنې لرې کړاى شوى مسوول عبدالقادر پيوستون غبرګون ښودلى او د پوهنې وزارت ته يې د يوه مکتوب په لېږلو سره څرګنده کړې چې والي هغه ناقانونه کړنو ته مجبوراوه او په داسې حال کې يې اوس له دندې لرې کوي چې موده مخکې يې د هغه کړنې ښې ارزولې وې.
دغه راز ده ادعا کړې چې والي ورته د مرګ اخطارونه هم ورکړي دي.
خو هغه نن په دې اړه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د امنيت موضوع د هماغې ورځې وه او اوس دى په دې برخه کې ستونزه نه لري، ځکه کابل ته تللى دى.
ده زياته کړه: ((والي له ما سره د ځينو بستونو او مقرريو پر سر ستونزه لرله، د اصولو له مخې په رياست کې يو شمېر ګومارنې د اړوند وزارت او يو شمېر يې د ولايت صلاحيت دى، ما والي ته همدا ويل چې سلسله مراتب بايد مراعات کړو، د وزارت اړوند ګومارنو لپاره بايد په ګډه وړانديز وکړو او منظوري يې له مرکز څخه واخلو.))
دى وايي همدا هغه مسايل وو چې خبره تر لفظي شخړې او بيا د ده تر لرې کېدو ورسېده.
د ده په خبره، له والي سره نور هيڅ ستونزه نه لري او کابل ته په خپله خوښه تللى او نور کندهار ته د دندې لپاره نه ځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن