ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شبرغانو ښار کې د واده په مراسمو کې چاودنه شوې

شبرغانو ښار کې د واده په مراسمو کې چاودنه شوې

author avatar
31 Aug 2016 - 18:31
شبرغانو ښار کې د واده په مراسمو کې چاودنه شوې
author avatar
31 Aug 2016 - 18:31

شبرغان (پژواک١٠ وږى ٩٥): د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د واده په مراسمو کې د چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته درې بجې د شبرغانو ښار د ښاروالۍ د ودونو په تالار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، لومړنۍ څېړنې ښيي چې يوه کس هوټل ته لاسي بم غورځولى او په خپله له سيمې تښتېدلى چې د ياد بم د چاودنې له امله درې کسان ټپيان شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان وويل، وسله وال مخالفين د ياد بريد تر شا لاس نه لري او دغه کار د شخصي تربګنۍ له مخې  رامنځته شوى چې د يادې پېښې اصلي عامل هم پېژندل شوى او پوليس يې د نيولو په هڅه کې دي.

د شبرغانو روغتون سرطبيب عبدالستار پيام وويل چې روغتون ته له ياد بريد درې ټپي ماشومان ور وړل شوي چې له دې ډلې يې د يوه ماشوم پښه پرې شوې او روغتيايي حالت يې هم د اندېښنې وړ دى.

د جوزجان ولايتي شورا غړې حليمې صدف وويل چې دغه قضيه بايد په جدي توګه وڅېړل شي او عاملين يې بايد تعقيب شي.

هغه زياته کړه: "څوک چې د دې پېښې تر شا لاس لري، بايد ونيول شي او خپله سزا ورته ورکړل شي، څو د نورو لپاره عبرت و اوسي چې د خلکو د خوشالۍ محفلونه په غم بدل نه کړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.