ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنیت: کندهار کې د کوېټې شورا اړوند څلور شبکې نيول شوې

ملي امنیت: کندهار کې د کوېټې شورا اړوند څلور شبکې نيول شوې

author avatar
31 Aug 2016 - 13:30
ملي امنیت: کندهار کې د کوېټې شورا اړوند څلور شبکې نيول شوې
author avatar
31 Aug 2016 - 13:30

کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې د طالبانو د کوېټې شورا اړوند څلور شبکې يې نيولې چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې يې لاس درلود.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه څلور شبکې چې ٢١ غړي يې لرل، په ځانمرګو بريدونو، چاودنو، د مخورو کسانو په ترور او په کندهار ښار کې پر اکمالاتي کاروانونو بريدونو کې يې لاس درلود.

سرچينې زياته کړې چې دغه ډلې د ملي امنيت عمومي رياست د موظفينو له خوا په دې وروستيو کې نيول شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوي ۲۱ کسانو اعتراف کړی چې نظامي او ترهګريزې زده کړې يې د ډيورنډ کرښې هاخوا ترلاسه کړې دي او تر اوسه يې په کندهار ولايت کې ګڼ ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.