واشنګټن (پژواک، ١١ وږى ٩٥): امريکا يو ځل بيا په ډاګه کړه چې د حقاني ډله او په پاکستان کې مېشتې نورې ترهګرې ډلې د سيمې او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هندوستان ته په درې ورځني سفر ورغلى او له پاکستان يې غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد نور اقدامات وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې راتلونکې مياشت به په نيويارک کې د افغانستان، امريکا او هندوستان تر منځ په دې درې اړخيزه غونډه کې د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې او د افغانستان پر وروستيو حالاتو خبرې وشي.
نوموړي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د پاکستان په اړه د امريکا د دفاع وزير او د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ اختلافات شته.
کربي ويلي چې د حقاني ډله او په پاکستان کې مېشتې نورې ترهګرې ډلې اوس هم د سيمې او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دي او دوى دغه خطر درک کړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې د دفاع وزارت له دغو ګواښونو خبر دى او په دې اړه له خپلو متحدينو سره سلا مشورې کوي.
د هغه په وينا، د حقاني ډلې او نورو ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن