ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوستم: بې واکه يم او لاسليک مې بې اعتباره دى

دوستم: بې واکه يم او لاسليک مې بې اعتباره دى

author avatar
1 Sep 2016 - 17:17
دوستم: بې واکه يم او لاسليک مې بې اعتباره دى
author avatar
1 Sep 2016 - 17:17

کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٥): د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم هم پر ولسمشر غني نيوکه کړې چې ټول واک يې له ځان سره ساتلى او وړاندوينه يې کړې چې د خپلې راتلونکې په اړه به لويه ولسي غونډه کې تصميم نيسي.

د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دغه څرګندونې د وږي په ١١مه په خپل کور کې خپلو لسګونو پلويانو ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغه پر ولسمشر نيوکه کړې چې ټول واک يې له ځان سره ساتلى او له خپلو خلکو او ملاتړ يې بښنه غوښتې چې له هغوى سره پر کړو ژمنو يې وفا نه ده کړې.

دوستم ويلي: ((غواړم له خلکو سره ډېرې خبرې وکړم، د کروندګر زوى يم، په يوه کلي کې لوى شوى يم، په پوله پټي کې مې کار کړى، خو اوس د خپلو خلکو ستونزې نه شم هوارولى، خلک راته وايي چې دفتر ته ولې نه ځې، هلته څه وکړم چې واک نه لرم او زما لاسليک اعتبار ونه لري.))

د نوموړي په وينا، ولسمشر په خپله د نهو کمېسيونونو مشري کوي، ولسوال، امنيه قوماندانان او د حوزو امرين هم د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي ، ايا دا عادلانه کار دى؟

د جنبش ګوند مشر او د ولسمشر لومړي مرستيال دغه راز زياته کړې چې له اساسي قانون سره سم د وزيرانو شورا د امنيتي کمېسيون رياست د ولسمشر له  لومړي مرستيال سره وي، خو اوس دا دنده امنيت شورا ته ورکړل شوې ده.

عبدالرشيد دوستم د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال يې خلکو  ته ويلي وو چې انجنير يا اقتصاد پوه نه دى، خو کولى شي چې په امنيتي برخو کې اغېزمن ثابت شي.

نوموړي په نږدې راتلونکي کې د جنبش ګوند لويې غونډې ته په اشارې له خلکو وغوښتل چې پر خپلې اوسنۍ دنده پاتې شي يا ولاړ شي.

هغه زياته کړه: ((تاسو واک لرئ، که تاسو وايئ، پاتې شه، نو پاتې به شم که وايئ چې ولاړ شه، نو ځم، مدني حرکتونه پيلوم او سلګونه زره خلک راټولولى شم.))

د ده په وينا، په تېر يو نيم کال کې د امنيت شورا په غونډو کې يې د وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو طرحې يې وړاندې کړې، خو نه دي منل شوې.

دوستم دغه راز پر حکومت سخته نيوکه وکړه چې پر ده د لګېدلو تورونو په اړه يې چوپتيا خپله کړې ده.

دى وايي: ((خلک نيوکه کوي چې دوستم په شمال کې يو نسل وژلى، پښتانه يې وځپل، ازبکان يې مسلح کړل، خپل ګوند يې پياوړى کړ، دا ټولې دسيسې دي، خو دولت يوه کلمه نه وايي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.