کابل (پژواک، ۱۳ وږی۹۵): امنیتي سرچینې وایي، چې پاکستان ته د پوځي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې چې دنوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د وږي په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن له کابل څخه ځانګړي ځواکونه ننګرهار ولایت ته ورغلي وو.
سرچینې زیاته کړه، چې ځانګړو ځواکونو د ننګرهار سرحدي پولیسو سره یو ځای په مومندره ولسوالۍ کې عملیات کړي او له یوه کور څخه یې پوځي توکي ترلاسه کړي دي.
د یادې امنیتي سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې توکو د بې پیلوټه الوتکې پرزې هم شاملې دي او هڅه کیده، چې دا توکي پاکستان ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا په دې وروستیو کې افغان ځواکونو استخباراتي بې پیلوټه الوتکې ورکړي، چې یواځې د استخباراتي معلوماتو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.
باید وویل شي، چې تیر کال هم د چورلکو د پرزو پاکستان ته د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړل شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن