کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړى، تېره شپه د ذوالحجې مياشت ليدل شوې او پر دې اساس د راتلونکې اونۍ يکشنبې عرفه او دوشنبې به د لوى اختر لومړۍ ورځ وي.
د سعودي دولتي اژانس (واس) د وږي په ١٣مه، خبر ورکړى چې د جمعې په شپه د ذوالحجې مياشت ونه ليدل شوه؛ ځکه نو پرون د جمعې ورځ د ذوالقعدې ٣٠مه او نن شنبه د ذوالحجې د مياشتې لومړۍ ورځ ده.
سرچينې زياته کړې چې د سعودي عربستان د سترې محکمې د عالي شورا له پرېکړې سره سم د راتلونکې اونۍ د يکشنبې ورځ چې د وږي مياشتې له ٢١مې (د سټپمبر ١١مه) سره سمون خوري، د عرفې ورځ او د دوشنبې ورځ چې د وږي مياشتې له ٢٢مې (د سټمبر ١٢مه) سمون خوري د نېکمرغه لوى اختر لومړۍ ورځ به وي.
بايد وويل شي چې د عرفي په ورځ ميليونونه مسلمانان د سعودي په مکه مکرمه کې د حج ستر يا اعظم رکن (وقوف عرفه) يعنې د عرفات پر غونډۍ حاضري ورکول، ادا کوي.
سږ کال له افغانستان څخه هم ٢٤ زره کسان د حج د فريضې ادا کولو په موخه سعودي تللي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن