ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د موټر چپه کېدو په پېښه کې راستنېدونکي ۱۴ کډوال ټپیان شوي

د موټر چپه کېدو په پېښه کې راستنېدونکي ۱۴ کډوال ټپیان شوي

author avatar
4 Sep 2016 - 13:42
د موټر چپه کېدو په پېښه کې راستنېدونکي ۱۴ کډوال ټپیان شوي
author avatar
4 Sep 2016 - 13:42

جلال اباد (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د تورخم - جلال اباد پر لويه لاره د راستنېدونکو کډوالو  موټر د چپه کېدو له امله ١٤ تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست له خوا د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون تر ماښام وروسته شاوخوا اوه نیمې بجې د تورخم بندر د  اوومې پوستې تر څنګ رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې یاده راستنېدونکې کډواله کورنۍ د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي ده او موټر د چلوونکي  د بې احتياطۍ له امله چپه شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ کسان ټپيان شوي چې يو شمېر يې د تورخم په کلينيک او نور يې د جلال اباد روغتون ته وړل شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې ١٠ ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د يادونې ده، نن سهار د کابل– کندهار پر لويه لاره هم د ترافيکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.