ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Sep 2016 - 10:52
غزني کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Sep 2016 - 10:52

غزني ښار (پژواک، ۱۴ وږی ۹۵): امنيتي چارواکي وايي چې د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې له امله یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جغتو ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې دوه طالبان او يو پوليس وژل شوي او درې طالبان او يو پوليس ټپيان شوي دي.

امرخېل ويلي چې په وژل شوو طالبانو کې د حماس په نوم د طالبانو يو قوماندان هم شامل دى.

د هغه په وينا چې د وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې وو او نن سهار خلکو طالبانو ته سپارلي دي.

نوموړی وايي چې د جګړې پر مهال د ولسوالۍ ودانۍ ته کوم زيان نه دى پېښ شوى او مرګ ژوبله پر پوستو د بريدونو له امله رامنځته شوې ده.

د جغتو ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل چې تېره شپه د څو ساعتونو لپاره په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه وه.

هغه وايي: ((ټوله شپه د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېدل، دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو شمېره يې ما ته معلومه نه ده.))

وسله وال طالبان هم د جغتو ولسوالۍ جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د جغتو ولسوالۍ د مومند کوتل په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته نيولې ده.

هغه وايي چې د پوستې د نيولو پر مهال نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي او ګڼې وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

مجاهد په دې ولسوالۍ کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.