کابل (پژواک ١٥ وږى ٩٥): د ولسمشر دويم مرستيال د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي استازي سره د ليدو پر مهال ويلي، حکومت هڅه کوي څو داسې ټاکنيز اصلاحات رامنځته کړي چې د ټولو افغانانو او سياسي لوريو رضايت ترلاسه کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د دويم مرستيال مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو، نن سهار د ولسمشر له دويم مرستيال سرور دانش سره وکتل.
سرچينې ليکلي، په ياده ليدنه کې د ټاکنيزو اصلاحاتو لړۍ او د هغه فرمان په اړه چې د ولسمشر له لوري به په دې اړه صادر شي، خبرې وشوې.
د ولسمشر دويم مرستيال په دغه ليدنه کې ويلي: "د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان چمتو شوى او د ياد فرمان په ترڅ کې به د افغانستان د ټاکنو اصلاح شوى قانون توشېح شي، خو هڅه کوو چې دا قانون داسې چمتو شي چې د ټولو رضايت ترلاسه کړى شي."
نوموړي ټينګار کړى چې تر اوسه پورې په ځينو مواردو کې د ولسمشر په تقنيني فرمان د قانون په مادو کې جدي مشورې روانې دي، چې تر راتلونکو څو ساعتونو پورې به نهايي شي.
سرچينې زياته کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي ياماموتو په دغه ناسته کې د هېواد په سياسي پړاوونو په ځانګړي ډول د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د مرستيال له همکاريو څخه د ستاينې ترڅنګ وويل، نړيواله ټولنه هڅه کوي چې له ټولو سياسي لوريو او دغه راز د افغانانو له لوري ټول نظرونه او ليدلوري په نوي قانون کې ځاى پر ځاى شي.
دا په داسې حال کې ده، چې سبا د ملي شورا د اوړي موسم رخصتۍ پاى ته رسېږي او ولسمشر يواځې د شورا د رخصتيو په ورځو کې تقنيني فرمانونه صادرولى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن