ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په ننني بريد کې د دويمې حوزې امر او يو مرستيال هم وژل شوي

د کابل په ننني بريد کې د دويمې حوزې امر او يو مرستيال هم وژل شوي

author avatar
5 Sep 2016 - 17:03
د کابل په ننني بريد کې د دويمې حوزې امر او يو مرستيال هم وژل شوي
author avatar
5 Sep 2016 - 17:03

څلورم تعقيب- کابل (پژواک، ۱۵وږى ۹۵): يوه باوري سرچينه وايي چې د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړ وند سيمه کې په نننيو ځانمرګو بريدونو کې د دې حوزې امر او يو مرستيال هم وژل شوي دي.

عيني شاهدان او ځينې امنيتي سرچينې وايي، د پوليسو د يادې امنيتي حوزې اړوند د ملي دفاع وزارت مخې ته نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو دوه ځانمرګي بريدونه وشول.

يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړى يوه بريدګر ځان ته چاودنه ورکړه او کله چې امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلل بل بريدګر ځان والوځاوه.

د عامې روغتيا وزارت د خپرونو رييس محمد اسماعيل کاووسي وايي چې په دغو بريدونو کې وژل شوي پنځه تنه او ټپي شوي ١٣ تنه د کابل ښار ايمرجنسي، څلورسوه بستريز او ابن سينا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه ونه ويل چې ياد وژل شوي او ټپيان څوک دي، دى وايي چې په دې اړه به وروسته معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په ياده سيمه کې د دوى کسانو لومړۍ چاودنه او وروسته  ځانمرګى بريد کړى.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ګڼ شمېر د ملي دفاع وزارت منسوبين وژل شوي دي.

دا مهال سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.

په دې اړه نور جزئيات به وروسته خپاره شي.

له بلې خوا ولسمشر اشرف غني دغه پېښه غندلې او ويلي، د افغانستان دښمنان د دغو بريدونو په ترسره کولو سره يو ځل بيا وښودله، چې زموږ د ګران هېواد د پرمختګ دښمنان دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي په حواله ويل شوي، چې ترهګرې ډلې د وېرې او وحشت د خورولو، چاودنو او ترهګريزو بريدونو له لارې خپلو شومو موخو ته د رسېدو کوښښ کوي.

ده څرګنده کړې، د افغانستان دښمنانو د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جنګ توانايي له لاسه ورکړې، ځکه په لويو لارو، ښارونو، جوماتونو او ښوونځيو کې پر عامو خلکو بريدونه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.